د کابل طبي علومو پوهنتون علمي شورا غونډه د دغه پوهنتون د رئیس پوهنیار ډاکټر مفتي اسدالله نجات په مشرۍ د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو او روغتونونو رئیسانو او استادانو په ګډون جوړه شوه.

IT_Director
Thu, Feb 13 2025 9:48 AM
نشست شورای علمی به رهبری پوهنیار دوکتور مفتی اسدالله نجات رئیس پوهنتون علوم طبی کابل با حضور معاونان، روئسای پوهنځی‌ها و شفاخانه‌ها و استادان برگزار شد.

د غونډې په پیل کې، د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: "د دغه بنسټ اصلي موخه د ځوانو ډاکټرانو روزنه او ناروغانو ته د ښه روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي او په دې برخه کې يې ټینګار وکړ چې استادان، مسولان او روغتیایي کارکونکي باید محصلانو ته ښه روزنه او ناروغانو ته د ښه روغتیایي خدمات په وړاندې کولو کې لازمه پاملرنه وکړي."

په دې غونډه کې د پوهنتون په چوکاټ کې د تغذیې پوهنځي د جوړولو، په روغتونونو کې د رضاکار ډاکټرانو د ګمارنې لپاره د ځانګړي او معیاري طرحې جوړول، د استادانو ګمارنې، علمي ترفیعاتو او نورو مسایلو په اړه له هراړخیز بحث وروسته، اړینې پریکړې وشوې.

Latest news

BACK TO NEWS