کابل طبې علومو پوهنتون د خپل تحصيلي او علمي کچې د لوړولو په موخه د ۷۲ کادري بستونو لپاره رقابتي ازموينه ترسره کړه. دغه ازموينه د کابل طبي علومو پوهنتون د بېلابېلو ډیپارټمنټونو لپاره د وړ او متخصصو استادانو د جذبولو په موخه ترسره شوه.

IT_Director
Wed, Feb 05 2025 9:33 AM
پوهنتون علوم طبی کابل به منظور تقویت ارتقای سطح علمی خود، امتحان رقابتی برای ۷۲ بست کادری جدید برگزار کرد. این امتحان با هدف جذب اساتید مجرب و متخصص برای دیپارتمنت‌های مختلف پوهنتون علوم طبی کابل  برگزار گردید.

دغه ازموينه د لوړو زده کړو وزارت او کابل طبي علومو پوهنتون د رهبري هیت په حضور سره ترسره شوه، چې د ازموينې بهیر یې په دقت سره وڅاره. دغه د څارنې بهیر په پوهنتون کې د زده کړو د کیفیت لوړولو او د استادانو په ټاکنه کې د رونتیا په موخه ترسره شو.

له بلې خوا په دې رقابتي ازموينه کې ۱۵۰ تنه نوماندان د کابل طبي علومو پوهنتون په مختلفو تخصصي برخو کې ګډون وکړ. ګډونوالو د آزموینې د ترسره کېدو بهیر له روڼتیا رضایت درلود اوتاکید یې وکړ چې د نوماندانو د ټاکنې پروسه په عادلانه ډول ترسره شوه؛ چې د آزموینې پر بهیر يې اعتماد زیات کړی.

دا اقدام د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي ظرفيت د پياوړتيا او په تدريسي او څېړنیزه برخه کې د غوره استعدادونو د جذبولو لپاره ترسره شو، او تمه کيږي چې دغه پروګرام به د دې علمي ادارې د زده کړو او څېړنې کيفيت ته زیاتې مرستې وکړي.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS