د میوند تدریسي روغتون د عامه پوهاوي او نشراتو له برخو څخه لیدنه وشوه.

IT_Director
Wed, Dec 25 2024 9:27 AM
از بخش آگاهی دهی و نشراتی شفاخانه تدریسی میوند نظارت صورت گرفت

د کابل طبي علومو پوهنتون د اړیکو عامه او پوهاوي  آمر عبدالنافع ذاهد په مشرۍ د میوند تدریسي روغتون د عامه پوهاوي او نشراتو له برخو څخه لیدنه او څارنه ترسره شوه.

په دې څارنه کې هغه بورډونه، سکیرینونو، د اړوندو برخو پیداکولو لپاره د عامه پوهاوی نښې او لارښوونې چې مراجعینو او ناروغانو ته د اسانتیا په موخه نصب شوې وې، څارنه او ارزونه وشوه. همدارنګه ستونزې او نیمګړتیاوې د دغه روغتون له رهبري سره شریکې شوې.

په دې لیدنه کې د کابل طبي علومو پوهنتون یو تن استاد هم حضور درلود، چې د ناروغانو دوسیې، د ډیپارټمڼتونو د ثبت او راجستر کتابونه او د روغتون اړوند نور مسایل یې وڅېړل او پایلې یې د روغتون له رهبري سره شریکې کړې.

د یادولو وړ ده چې د څارنې دغه بهیر به د پوهنتون په ټولو تدریسي روغتونونو کې دوام ولري.