د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو خدمتونو همغږۍ نوی آمر معرفي شو
مولوی حمیدالله حفیظ نیازی، د لوړو زده کړو وزارت او کابل طبی علوم پوهنتون د رهبري د لزوم دید له مخې، محصلانو ته د معیاري خدماتو وړاندې کولو او د روزنیزو آسانتیاوو پراختیا په موخه د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو همغږۍ نوي آمر په توګه رسمي معرفي شو او خپل کار یې پیل کړ.
د پېژندنې په ترڅ کې د پوهنتون نورو آمرینو، هغوی ته په خپلو سپارل شویو چارو کې د بریالیتوب هلیه وښوده.
د محصلانو خدمتونو همغږۍ نوي آمر د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري له اعتماد څخه قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې خپل مسوولیتونه به په ښه توګه ترسره کړي.