د «ډيجیټلي غاښونو جوړونې» تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار تر سره شو

IT_Director
Sun, Nov 10 2024 10:20 AM
د «ډيجیټلي غاښونو جوړونې» تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار تر سره شو

د کابل طبي علومو پوهنتون د پاکستان هېواد چوغتایي ډيجیټلي غاښ جوړونې اسټډیو په همکارۍ د غاښ جوړونې په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ کارونې سره د ډاکټرانو او جراحانو د بلدتیا په موخه  د  (Digital Dentistry and Innovative Dental Solution روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون سر پرست رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات د دغه ورکشاپ د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د غاښونو برخه هم د نورو طبي برخو په څېر د پرمختګ په حال کې ده او په دغه ډګر کې نوې ټکنالوژي او وسایل اختراع کېږي چې موږ باید د نړیوالو معیارونو مطابق مخکې ولاړ شو او له نوې تکنالوژۍ څخه ګټه واخلو.

په دغه ورکشاپ کې د پاکستان هېواد چوغتایي ډيجیټلي غاښ جوړونې اسټډیو استازي ډاکټر فیصل خپل پرزنټېشن چې له انالوګ څخه په ډيجیټلي سیستم سره د غاښونو جوړونې د پېژندنې په برخه کې یې چمتو کړی و؛ د ښکلې مسکا رامنځته کولو طراحي، د امپلنټ لپاره د برنامې جوړولو او درې بعدي جزيي پروتیزونو په اړه معلومات وړاندې کړل. 

د یادولو وړ ده چې په یاد ورکشاپ کې د ستوماتولوژي تدریسي روغتون، ۴۰۰ بستر، او نورو خصوصي روغتونونو ډاکټرانو او جراحانو ګډون کړی و.