د علمي شورا نوبتي ناسته تر سره شوه!
چهارشنبه ـ ۴ـ تله ـ ۱۴۰۳هـ ش
د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د سر پرست رئيس دوکتور مفتي اسدالله نجات په مشرۍ ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنتون د ځینو استادانو د علمې ترفېعاتو، په پوهنځیو کې د تدریسي موضوعاتو، او د پوهنتون اړوند ځینو نورو مهمو موضوعاتو په اړه د شورا د ګډونوالو له لخوا نظرونه او پېشنهادونه وړاندې شول، او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.