په قلبي، صدري او وعایي ناروغیو انستیتیوت کې یو تن ناروغ ته د زړه وال تبدیل شو
د کابل طبي علومو پوهنتون په قلبي، صدري او وعایي ناروغیو انستیتیوت کې یو تن (٣٥) کلن ناروغ ته د زړه وال یا ( MVR) په بریالي ډول تبدیل او عملیات یې په بشپړ ډول بریالي شول. دغه عملیات د سویسي ډاکترانو په ملتیا د افغان ډاکترانو لخوا ترسره شوي، چې د ناروغ روغتیایي وضعیت پوره ډاډ من دی، د یادونې وړ ده چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د سویسي متخخصینو یاد پلاوی د دغه انستیتیوت د ډاکترانو د ظرفیت لوړونې او پیچلو عملیاتونو د ترسراوي لپاره راغلی چې، تر دې مهاله یې یو شمېر مهم د زړه خلاص عمیاتونه ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د سویس هېواد د ایرو ایشیا بنسټ له لوري د قلبي، صدري او وعایي ناروغیو انستیتیوت سره د (٥٣) میلیونه افغانیو په ارزښت د زړه د بېلابېلو ناروغیو وسایلو مرسته شوې وه. او دا دوهم ځل دی چې په دغه انستیتیوت کې د زړه ناروغ ته د زړه وال تبدیلیږي.
#کابل_طبي_علومو_پوهنتون
#په_افغانستان_کې_د_لوړو_زده_کړو_لومړنی_بنسټ