په کابل طبي علومو  پوهنتون کې له ۱۸ کسانو څخه د علمي کادر آزموینه واخیستل شوه

IT_Director
Thu, Jul 18 2024 9:04 AM
از ۱۸ تن امتحان کادر علمی در پوهنتون علوم طبی کابل اخذ شد

دغه آزموینه سه شنبه د روان کال چنګاښ میاشتې پر ۲۶ نېټه په کابل طبي علومو پوهنتون کې پر شرایطو برابرو ۱۸ نوماندانو څخه چې د بیوشیمي، اناتومي، عدلي طب، نرسنګ اساساتو، او د روغتیا ادارې او پالیسي ډيپارټمنټونه پکې شامل وو، د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل او لوړو زده کړو وزارت له لوري د را لېږل شوي هیئت تر څارنې لاندې په شفاف ډول واخیستل شوه. 
د یادولو وړ ده چې د دغه ګډونوالو له جملې څخه به په آزموینه کې بریالي کسان د یادو ډيپارټمنټونو په شپږ کادري بستونو کې و ګومارل شي.

Latest news

BACK TO NEWS