د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د لا پیاوړتیا لپاره هوډ او عملي هڅې!

IT_Director
Tue, May 07 2024 9:33 AM
د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د لا پیاوړتیا لپاره هوډ او عملي هڅې!

د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت سرپرست مرستیال او ورسره پلاوي د دغه پوهنتون له اړونده پوهنځیو او طبي زده کړو پراختیا ریاست څخه د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د کارونو او دې برخه کې د لا پرمختګ په موخه لیدنه او ارزونه وکړه.

د یاد معاونیت سرپرست مرستیال پوهنوال دوکتور محمد ولي عطایي د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو د طب، ستوماتولوژي، نرسنګ، علوم متمم صحي او عامې روغتیا پوهنځیو له اداري، تحقیقي او تدریسي چارو څخه د ظرفیت لوړونې، ستونزو د حل او لا ښې همغږۍ رامنځته کېدو په موخه لیدنه ترسره کړه.

په دغه لیدنه او ارزونه کې د اداري کار کوونکو نظرونه اوستونزې واورېدلې شوې، او د حل ډاډ یې ورکړل شو؛ 

همداراز د څېړنیزو مسایلو او علمي څېړنو په برخه کې د موجوده ستونزو د له منځه وړلو لپاره د لازمو اقداماتو په اړه اړونده مسؤلینو  ته لازمې لارښوونې وشوې.

Latest news

BACK TO NEWS