د مسلکي بستونو د شارټ لېست پایلو اعلان

IT_Director
Sun, Apr 05 2026 9:52 AM
اطلاعیه اعلان نتایج شارت ‌لیست بست‌های مسلکی

Publish Date

Closing Date

ټولو درنو کاندیدانو ته خبر ورکول کېږي چې مخکې د دې پوهنتون او تدريسي روغتونونو اړوند (۴۵) مسلکي بستونه د ازادې سيالۍ له لارې اعلان ته سپارل شوي وو. اوس د آزموينې په پروسه کې د لا روڼتیا په موخه، د يادو بستونو د شارټ لېست پایلې او د آزموينې سرچينې په جلا جدولونو کې ترتيب او خپرېږي. ګران کاندیدان کولی شي د پایلو او د سرچینو اړوندو معلوماتو د ليدو لپاره ضميمه شویو جدولونو ته مراجعه وکړي.

یادونه: درانه کاندیدان که چېرې د شارټ لېست د پایلو په اړه کوم اعتراض لري او يا یې هم خپلو معلوماتو کې تېروتنه موجوده وي، کولی شي تر درې (۳) کاري ورځو پورې د کابل طبي علومو پوهنتون د کارکوونکیو چارو آمريت ته مراجعه وکړي. له ټاکلې مودې وروسته د شکايت حق نه لري.
تاسو کولی شئ چې د مسلکي بستونو لپاره د شارټ لېست شویو کسانو جدول او د آزمینې لپاره سرچینې (منابع) د لاندې لینک له لارې ترلاسه کړئ.
د نارینه وو شارټ لېسټ جدول: https://t.me/kums_nasharaat_pr/1201
د ښځينه وو شارټ لېسټ جدول: https://t.me/kums_nasharaat_pr/1201
د آزموینې سرچینې (منابع): https://t.me/kums_nasharaat_pr/1201