د کابل طبي علومو پوهنتون چې له ۵ میلیونه څخه زیاتو افغانیو په ارزښت یې ۲۲۳ قلمه درمل پېرلي وو، د ستوماتولوژي، نسایي ولادي او صدري او قلبی وعایي ناروغیو انسټېټيوټ ته وسپارل.
دغه درمل د ناروغانو د درملنې او غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه تهیه او یادو روغتونونو ته تسلیم شول.
د یادولو وړ ده چې د تېرو کلونو په پرتله د دغه روغتونونو روغتیایي خدماتو کې د پام وړ ښه والی راغلی او مسوولان هڅه کوي تر څو د نورو برخو تر څنګ معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړي.