هوکړې

د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون هوکړې په دوه برخو وېشل کېږي، چې کورنۍ او بهرنۍ هوکړې دي:

الف). کورنۍ هوکړې

ـ په دفترونو او کار ځایونو کې د وړکتونونو او ماشوم روزنې مرکزونو رامنځته کولو په برخه کې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره د همکارۍ هوکړه.

ـ د کابل طبي علومو پوهنتون په برخه کې د ښوونیزو متقابلو امکاناتو د کارونې او د نرسنګ او قابلګۍ پوهنځي په برخه کې د عامې روغتیا وزارت په اړوندو روغتونونو کې د عملي کار لپاره د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون، عامې روغتیا وزارت او لوړو زده‌کړو وزارت ترمنځ د درې اړخیزو همکاریو هوکړه.

            ـ د کابل ابو علي ابن سینا پوهنتون او د افغانستان د قابله ګانو ټولنې ترمنځ د همکارۍ هوکړه.

            ـ د ښځینه محصلینو لپاره په حکومت کې د ښخو ونډې د کار آموزۍ په برخه کې د همکارۍ هوکړه.

ـ د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب له ریاست سره د  کابل طبي علومو پوهنتون د همکارۍ هوکړه.

ـ د پوهنتون د طبي سامان آلاتو د ترمیم کمیونیټي کالج محصلینو لپاره د آلمان هیواد د صحي خدماتو د مؤسسې (GMS) له امکاناتو د کار اخیستلو لپاره د آلمان هیواد د صحي خدماتو له مؤسسې (GMS) سره د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د همکارۍ هوکړه.

ـ د تلې مېدسن د ښوونې په برخه کې د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون او د افغان جرمن ټولنې وایمر ترمنځ د همکارۍ هوکړه.

ـ د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون او کابل پوهنتون د فارمسۍ پوهنځي ترمنځ د همکارۍ هوکړه.

ـ د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون او زاول لوړو زده‌کړو مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه.

ـ د کابل طبي علومو پوهنتون او چراغ لوړو زده‌کړو مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه، چې د پوهنتونونو د علمي او اکادمیک کیفیت د ودې په موخه ده.

ب). بهرنۍ هوکړې

ـ د علمي ظرفیت د ودې په موخه فرانسې هیواد ته د افغان استادانو، محصلینو او افغان څېړونکو لېږلو لپاره د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون، کابل طبي پوهنتون د زړه د ناروغیو انستیتیوت او فرانسې هیواد د کلېرمونت ښار د (اووغني ۱) پوهنتون او کلېرمونت کدري روغتون سره د همکارۍ هوکړه.

ـ د کابل طبي علومو پوهنتون د ډاکتر رفقي بیګ اورګا روغتون د (ریستوراسیو) د ترمیم او بیارغونې پروژې هوکړه لیک.

ـ د کابل طبي علومو پوهنتون او د ایران هیواد د اصفهان طبي علومو پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه.

ـ د کابل طبي علومو پوهنتون او د ایران هیواد د تهران طبي علومو پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه.

ـ د ستوماتولوژۍ، صحي علومو متمم، نرسنګ او قابلګۍ پوهنځیو په برخه کې د (USWDP) مؤسسې او د کابل طبي علومو پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه.

ـ د کابل طبي علومو پوهنتون او د (UNFPA) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه.

ـ د (Exchange students program) پروګرام له لارې د محصلینو د لېږد په برخه کې د (Erasmus plus) په نامه د همکارۍ هوکړه.

ـ د طبي تکنالوژۍ، صحي علومو متمم، انستیزي، نرسنګ او قابلګۍ پوهنځي استادانو د ظرفیت سازۍ په برخه کې د (USWDP) ادارې په همکارۍ د امریکې متحده ایالتونو له (Minnesota) پوهنتون سره د کابل طبي پوهنتون اکادمیکه هوکړه. 

ـ د کابل طبي علومو پوهنتون او د اسپانیا هیواد (Santiago  De–Compostela) پوهنتون ترمنځ د محصلینو او استادانو (Exchange) پروګرام.

ـ د لوړو زده‌کړو وزارت او فرانسې هیواد د کمپوز فرانس ترمنځ د اداري اصولو هوکړه لیک.

ـ د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلینو او د فرانسې هیواد د عامې روغتیا عالي ښوونځي ترمنځ هوکړه

ـ د کابل د طبي علومو پوهنتون او فرانسې هیواد د طبي لوړو زده‌کړو ښوونځي ترمنځ د محصلینو د تبادل او علمي همکاریو هوکړه.

ـ د هالند هیواد له (LUMC) پوهنتون سره د کابل د طبي علومو پوهنتون هوکړه.

 ـ د کابل طبي علومو پوهنتون، د طبي علومو پوهنتون تدریسي روغتونونو او د فرانسې هیواد "کلود برنارد لیون ۱" پوهنتون او د فرانسې هیواد د "لیون" پوهنتون تر منځ هوکړه.

ـ له (FHF) مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه.

ـ د الکترونیکي زده‌کړو (E Learning) پروګرام په هکله د کابل طبي علومو پوهنتون او د جرمني هیواد لکتوریا (Lectrio) مؤسسې ترمنځ هوکړه.

ـ د کابل طبي علومو پوهنتون او (Health Net) نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه.

ـ د عامې روغتیا پوهنځي له فارغینو سره د مرستې او همکارۍ په برخه کې له (Asia Foundation) سره د کابل طبي علومو پوهنتون هوکړه.

ـ د (Upto date) او (E Learning) پروګرام د تطبیق په هکله د کابل طبي علومو پوهنتون او د هالند هیواد د (MCAN) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه.