د میوند تدریسی روغتون

د میوند تدریسي روغتون پیژندنه

د میوند تدریسي روغتون د 70 لسیزو را په دیخوا د کابل په زړه کې فعالیت شروع کړی، چې په لومړیو کې د قلعه باقرخان روغتون په نامه بیا وروسته د (مستورات) په نامه و نومول شو. خو د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت په دوران کې د میوند په نامه مبدل او تر دې مهاله په همدې نوم یادیږي.

یاد روغتون د 1316 لمریز کال کې تأسیس شو. او همدارنګه یاد روغتوون د 350 بستره، 5 دیپارتمنتونو او څانګو (اکسریز، لابراتوار، فارمسی، سرویس OPD، بیړنی سرویس "ایمرجنسي"، د نرسنګ آمریت او د مالي او اداري آمریت درلودونکی دی. 

موخې:

د معالجوي او تدریسي چوپړتیاؤو بهبود او معیاری کول د باکیفیته ابتدایي، ثانوي او ثالثي روغتیایي خدماتو عرضه کول.

په روغتون کې د زده کړیالانو او ستاژرانو لپاره د نظري او عملي سیستم بهبودول.

د تخصصي خدماتو عرضه او د ځوانو ډاکټرانو لپاره د زده کړې زمینه برابرول.

د کابل د طبی علومو پوهنتون د استادانو لپاره د څیړنیزو پروژو معیاري کولو بهبود او ښه والی.

نتیجه (پیامد):

د کابل او ولایاتو د ټولو روغتونونو څخه د ریفر شوو واقعیتونو تشخیص او تداوي او د پذیرش ظرفیت او قابلیت لوړول.

د باکیفیته ثانوي او ثالثي طبي خدماتو موجودیت.

د ځوانو ډاکټرانو او د کابل د طبي علومو پوهنتون د زده کړیالانو لپاره په بیلابیلو ډیپارتمنتونو کې د لازیاتو زده کړو زمینه مساعدول.

مقاصد:

د 5 ډیپارتمنتونو په شمول د روغتون د اداري او مسلکي کارکوونکو د مدیریت، منجمنت، ادارې، رهبرې او روغتونیز مهارتونو په معیاري کولو کې د ظرفیت لوړول.

د نوو استخدام شوو کارکوونکو لپاره اړوند سیمینارونو او تریننګونو دایرول.

د سراپا، بیړني، او جدي ناروغانو د مراقبت اتاقونو پراخول او تجهیزول.

د روغتون د ټولو برخو اکمال او تجهیزول.

 

محصول او لاسته راوړنې:

د باکیفیته روغتیایي خدماتو وړاندې کولو سره د افغانستان د خلکو د صحت د بهبود او ښه والي په برخه کې فعاله ونډه اخیستل.

د ځوانو ډاکټرانو، ټرینوونکو، ستاژرانو او زده کړیالانو تربیه.

اړوند ډیپارتمنتونه:

د میوند روغتون د 5 ډیپارتمنتونو، دوه آمریتونو او څلور عمومي مدیریتونو درلودونکی دی چې په لاندې ډول ذکر شوي.

استادان: 32 تنه کادري استادان په 5 ډیپارتمنتونو کې په دندو بوخت دي.

ډاکټران: 25 تنه متخصصین او 71 تنه تریني ډاکټران په مختلفو ډیپارتمنتونو کې د ناروغانو په چوپړ کې بوخت دي.

لکه څرنګه چې د روغتون نرسنګ، د روغتون اساسي برخه تشکیلوي، 10 تنه هیډ نرس، 10 تنه د عملیات خانې او 67 تنه د داخله نرس په حیث د نرسنګ د آمریت تر نظر لاندې خپلې دندې ترسره کوي.

د ګوش او ګلو ډیپارتمنت: د شف ډیپارتمنت، د ډیپارتمنت غړو، متخصصینو او معالجوي ډاکټرانو درلودونکی دی.

د 30 تنو ډاکټرانو له جملې څخه 5 تنه کادري استادان، 4 تنه متخصصین او 21 تنه معالجوي ډاکټران دي.

جلدي ډیپارتمنت: د شف ډیپارتمنت، د ډیپارتمنت غړو، متخصصینو او معالجوي ډاکټرانو درلودونکی دی.

د 18 تنو ډاکټرانو له جملې څخه 5 تنه کادري استادان، 4 تنه متخصصین او 9 تنه معالجوي ډاکټران دي.

د داخله اطفال ډیپارتمنت: د شف ډیپارتمنت، د ډیپارتمنت غړو، د نیونتالوژي استادان، متخصصین او معالجوي ډاکټرانو درلودونکی دی.

د 23 تنو ډاکټرانو له جملې څخه 10 تنه کادري استادان، 5 تنه متخصصین او 8 تنه د معالجوي ډاکټران دي.

د پلاستیکي جراحۍ ډیپارتمنت: د شف ډیپارتمنت، متخصصینو او معالجوي ډاکټرانو درلودونکی دی.

د 9 تنو ډاکټرانو له جملې څخه یو تن کادري استادان، 4 تنه متخصصین او ۴ تنه معالجوي ډاکټران دي.

د ماشومانو جراحۍ ډیپارتمنت: د شف ډیپارتمنت، کادري استادانو، متخصصینو او د معالجوي ډاکټرانو درلودونکی دی.

د 7 تنو ډاکټرانو له جملې څخه 3 تنه کادري استادان، 2 تنه متخصصین او 2 تنه معالجوي ډاکټران دي.

تسهیلاتي امکانات:

  • د اکسریز ماشینونه.
  • د التراسوند ماشین.
  • د ایکو ماشین.
  • د زړه د ګراف ماشین.
  • د روتین، بیوشیمي، باکتریولوژي او سیرولوژي معاینات.
  • د ګوش او ګلو، پلاستیکي جراحۍ او د ماشومانو جراحۍ  څانګو د عملیات خانو د اړتیاؤو وړ تجهیزات.

د دې روغتون د ریاست بست دویمه رتبه او کادري بست دی، چې سید رسول منګل د میوند تدریسي روغتون رییس دی، هغه  د لوړو زده‌کړو وزارت په وړاندیز د یاد روغتون د رییس په توګه وګومارل شو.

د رياست  -                          تيلفون  2100447 – 020

د سرطبيب  -                       تيلفون  2102913 - 020

د مالي واداري امريت -                     تيلفون  2102914 -020

د نرسنگ امريت  -                          تيلفون   2103150 – 020

ادرس الكترونيكي   -                     maiwandhospital@kums.edu.af