کتابتون

تاریخچه

د کابل د طبي علومو د پوهنتون کتابتون د هیواد په کچه د پخوانیو او معتبرو کتابتونونو څخه حسابیږي. یاد کتابتون د طب پوهنځي او د نشراتو د مدیریت د تأسیس سره سم په 1311 لمریز کال کې رامنځته او د استادانو او زده کړیالانو لپاره د پام وړ چوپړتیاوې د معلوماتو د ارائې او تهیې په برخه کې وړاندې کوي.

د وخت په تیریدو سره، مسؤلینو د کتابتون د غني کیدو لپاره هڅې او کوښښونه پیل چې په 50 او 60 لسیزو کې یاد کتابتون د منطقې په کچه په یو مجهز او اعتبار لرونکې کتابتون باندې مبدل شو او د فوکل لایبرري WHO په حیث د منلو برسیره د نړیوال روغتیایي سازمان د پروژو څخهه وشمیرل شو. خو متأسفانه په 1371 لمریز کال کې د کورنۍ جګړې له امله یاد کتابتون هم ویجاړ او اکثره کتابونه یې له منځه ولاړل. د 1374 کال څخه وروسته د وخت حکومت او د رهبرۍ هیتانو په هڅو سره د بیا رغونې چارې پیل شوې.

خوشبختانه د 1381 لمریز کال څخه وروسته د هیواد په سیاسي نظام کې د تحولاتو د راتګ سره د پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ کمیټې د نړیوالو مرستو په جلبولو سره د کتابتون د بیا رغونې او پرمختګ لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړل.

اوس مهال یاد کتابتون د 22000 جلده څخه زیاد کتابونو او ژورنالونو، د مأخذ یا ریفرنس اطاق، د عمومي مطالعې اطاق، کمپیوټر لب، د قفل کیدونکو الماریو په درلودلو سره د استادانو، زده کړیالانو او علاقمندانو په چوپړ کې دی.

نن ورځ یاد کتابتون د 8417 عنوان کتابونه چې په ټوله کې 16935 جلده کتابونه کیږي. چې د 50000 جلده څخه زیاد بیلابیل طبي ژورنالونه د ملي او نړیوالو معتبرو ریفرنسونو څخه، 312 جلده د لیسانس زده کړیالانو مونوګرافونه او 20 جلده تیزس د ښاغلو استادانو دي. ټول کتابونه د سافټ په بڼه د یاد کتابتون په کمپیوټر کې موجود چې استادان، زده کړیالان او نور علاقمندان په آسانۍ سره ترې ګټه اخیستلای شي. د ذکر کولو وړ ده چې یاد کتابتون د 9 کارکوونکو په درلودو سره خپلې چوپړتیاوې ترسره کوي.

موخې:

1: د زده کړیالانو د طبي زده کړو کچه لوړول.

2: د ځاني زده کړو او مطالعې لپاره د زده کړیالانو هڅونه.