ریاست

د کابل د طبي علومو پوهنتون ریاست د دفتر آمریت لنډه پیژندنه:

د دفتر آمریت د پوهنتون په چوکات کې یوه مهمه او اساسي څانګه ده، چې مستیقاْ د یاد ریاست د عمومي رئیس تر چتر لاندې خپلې دندې ترسره کوي. چې ځانګړې دندې یې د لوړو مقاماتو د جلساتو احکام، پریکړې او لارښوونو اخیستل او اړوند اداراتو ته د خبراوي او وروسته اجراآتو لپاره استول او د ریاست د مقام د چارو او کړنو تنظیمول دي.

موخې:

د ذیصلاح مقام د هدایاتو او لارښوونو د تطبیق څخه مراقبت، د لیدنو تنظیم، د جلساتو تنظیم او د هغه د پریکړو او تصامیمو ثبت، د دفتر د اسنادو (عادي او محرم) او د آرشیف د اسنادو ترتیب او تنظیم. په مکاتیبو، پیشنهادونو او نورو اسنادو کې د طبي علومو پوهنتون د ریاست د مقام څخه د احکامو او هدایاتو اخیستل اړوند اداراتو ته د لوړو مقاماتو او د ریاست د فرمانونو تکثیرولو په منظور.

لاسته راوړنې:

  1. د ریاست مقام د دفتر اړوند اموراتو او چارو تنظیمول.
  2. په مناسب وخت کې د اړونده کړنو ترسره کول.
  3. د دفتر او آرشیف د اسنادو (عادي او محرم) تنظیم او فایلنګ.
  4. د ریاست د مقام د لیدنو او جلساتو تنظیم.
  5. د مقررو، لوایحو، قراردادنو او تفاهم لیکونو ساتنه.
  6. اړوند اداراتو ته د لوړو مقامو د هدایاتو تکثیرول.

ځانګړې دندې:

  1. د وزارت د مقام، د کابل د طبي علومو پوهنتون ریاست، د وزیرانو شورای، او د پارلمان د لارښوونو او هدایاتو د تطبیق څخه مراقبت او اړوند اداراتو ته د خبراوي او وروسته اجراآتو لپاره د هغو استول.
  2. په مکاتیبو، پیشنهادونو، استعلامونو او درخواستونو کې د ریاست د مقام احکام اخیستل او اړوند اداراتو ته د خبراوي او ورسته اجراآتو لپاره د هغو استول.
  3. د ریاست د مقام د جلساتو تنظیمول.
  4. د ریاست د مقام د جلساتو د پریکړو او تصامیمو ثبت او اړوند اداراتو ته د خبراوي او ورسته اجراآتو لپاره استول.
  5. د پوهنتون د رئیس لیدنې د لوړو زده کړو د وزارت مقاماتو او نورو اړونده مراجع سره تنظیمول د لارښوونو حاصلولو او د پوهنتون د کاري ستونزو د رفع کولو لپاره.
  6. د وزیرانو د شورای او د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ هیتانو د جلساتو پریکړې او مصوبو تنظیمولو ترڅنګ د پوهنتون رئیس ته د هغو ارائه او وړاندې کول.
  7. اړوند اداراتو ته د اجراآتو لپاره د ریاست جمهررۍ فرمانونو تکثیرول.
  8. د اداري اسنادو ترتیب او تنظیم.
  9. د آرشیف د اسنادو ترتیب او تنظیم.
  10. د کار په جریان کې د دفتر د آمریت اړونده کړنو او فعالیتونو څخه څارنه او مدیریت.
  11. د کارکوونکو د کړنو ارزونه د ارتقا لپاره.