د شهرارا نسایي ولادي روغتون

د کابل طبي علومو پوهنتون نسایي ولادي برخه د کابل د طب پوهنځي د تاسیس په زمانه کې رامنځته شو، چې د محصلینو د تدریس او ستاژولو سربېره د صحي خدماتو وړاندې کول هم د هغوی د کاري پروګرام یوه برخه وه. دې روغتون د اوږد مهال لپاره د علي آباد د صحي روغتون په اډانه کې د هغه وخت په مرکزي معاینه خانه کې فعالیت کاوه. د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور اوومې له کودتا وروسته د طب دولتي انستیتیوت په اډانه کې یې د محصلینو د تدریس او ستاژ په برخه کې فعالیت کاوه او د نسایي ولادي په ټولو روغتونونو کې د طب استادانو فعالیت درلود؛ لکه ملالۍ زېږنتون کې، رابعه بلخي روغتون کې او...

وروسته له دې چې د علي آباد کدري روغتون داخله برخه د شهر آرا له ساحې د هغه روغتون نوې ودانۍ (اوسنۍ ودانۍ) ته انتقال شو. نو هغه دیپارتمنت په شهر آرا کې د تدریسي روغتون په سطحه د شهر آرا برخه کې ځای پر ځای شو، چې په لومړیو کې مناسب ځای نه و، بسترونه موجود نه و او خدمات په معیاري بڼه نه عرضه کېدل. تر دې چې بلاخره په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د یاد پوهنتون د هغه وخت رییس ښاغلي پوهاند ډاکتر شیرین آقا ظریف د هلو ځلو په برکت د شهر آرا روغتون نسایي ولادي تدریسي روغتون د ۱۳۹۲ لمریز کال د حوت میاشتې په ۲۴ نېټه د آیساف ځواکونو د صحي ټیم په وسیله تر تجهیز او د پوهنتون په وسیله یې تر ترمیم وروسته افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادونې ده چې دا روغتون تقریباً (۴۰) بسترې لري او د هیواد په کچه د نسايي او ولادي برخې لومړنی تدریسي مرکز دی. چې د کابل طبي علومو پوهنتون په اډانه کې فعالیت کوي. دې روغتون په ۱۳۹۳ لمریز کال کې رسماً خپل فعالیت پیل کړی دی.

د شهرآرا د نسایي ولادي برخې تدریسي روغتون (۴۰) فعال بسترونه لري او د نسایي ولادي، نوزادانو، لابراتوار او Imaging برخو کې فعالیت کوي. دا روغتون ټولټال (۶۲) تنه مسلکي او غیر مسلکي پرسونل لري، چې له دې برخې (۹) تنه یې متخصص ډاکتران، (۱۰) تنه یې تریني ډاکتران، (۱۵) تنه یې نرس او قابلې، (۳) تنه یې انستیزي لوګ، (۲) تنه یې درمل جوړوونکي، (۳) تنه یې لابرانت، (۴) تنه اداري کارمندان او (۱۶) تنه یې خدماتي کارکوونکي دي.

په دې روغتون کې د نسایي ولادي، نوزادانو برخې ناروغانو او دغه راز د طب برخې څلورم، پینځم ټولګي محصلینو، د نرسنګ او قابلګۍ برخې محصلینو او ستاژیر برخې ډاکترانو ته تدریس کېږي. د تخصص پروګرام په عملي بڼه دې پوهنتون کې لا روان ده.

د دې روغټون بست دویمه رتبه کادری بست دی، چې آغلې داکتر آرین یې اوسمهال رییسه ده. آرین په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د لوړو زده‌کړو وزارت په وړاندیز د یاد روغټون د رییسې په توګه وټاکل شوه.

اړیکشمېره: 0744767571

Email Address : shahrarahospital@kums.edu.af