د تضمین کیفیت د علمي برنامو چوکاټ درې ورځنی سیمینار پیل شو

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۹:۲۹
د تضمین کیفیت د علمي برنامو چوکاټ درې ورځنی سیمینار پیل شو

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هیئت، استادانو او کارمندانو ته د اعتبار ورکولو سند د ساتلو په اړه د پوهاوي او معلوماتو تر لاسه کولو په موخه درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون سر پرست رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دغه سیمینار له جوړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د تضمین کیفیت معیارونو  مراعات کول د ادارې د پراختیا او ودې لامل وبلل او ټینګار یې وکړ چې موخې ته د رسېدو لپاره د تضمین کیفیت چوکاټ او اصول باید په پام کې ولرو.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست رئیس استاد شاکر وحیدي د دغه سیمینار موخې معرفي کړې او ویې ویل: د لوړو زده کړو وزارت ژمن دی چې په ټولو تحصیلي بنسټونو کې د تحصیلي کچې د لوړوالي په پار د تضمین کیفیت علمي پروګرامونه او روزنیز سیمینارونه وړاندې کړي.

وروسته بیا پوهنمل محمد امین امین او پوهنمل محمد امین نیازي د تضمین کیفیت د معیارونو چوکاټ او جوړښت خلاصه وړاندې کړه او د سند ساتلو  او اعتبار ورکولو ۱۱ معیارونو څخه  یې د پوهنتون په کچه تر ۶ معیار پورې ګډونوالو ته تشرېح کړل.

ټاکل شوې په دغه سیمینار کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو بورډ غړي د تضمین کیفیت معیارونو او سند ساتلو په اړه د پوهنتون، پوهنځیو او ډيپارټمنټونو په کچه معلومات وړاندې کړي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۹:۲۹
Background image

د تضمین کیفیت د علمي برنامو چوکاټ درې ورځنی سیمینار پیل شو

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هیئت، استادانو او کارمندانو ته د اعتبار ورکولو سند د ساتلو په اړه د پوهاوي او معلوماتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۹:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون کتابتون خپل وروستي فعالیتونه او لاسته راوړنې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وړاندې کړل

د کابل طبي علومو پوهنتون کتابتون آمریت چې په دې وروستیو کې د استادانو او محصلانو د مطالعې لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو، کتابتون د کیفیت ښه والي او د کتابتون په فضا کې مثبت بدلونونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

دا په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو تر ټولو ستر جوړیدونکی مرکز دی!

دغه مرکز چې د کابل طبي علومو پوهنتون په علي اباد تدریسي روغتون کې جوړیږي، په بشپړېدو سره به یې بهر ته د ګڼ شمېر په سرطان د اخته ناروغانو مخنیوی او په کور د ننه ښه درملنه شوې وي.

BACK TO NEWS