د صحیی مرکزونه
۱. د علي آباد تدریسي روغتون
د علي آباد تدریسي روغتون د هیواد او نړۍ په کچه یو لرغونی کدري او معالجوي روغتون دی، چې د ۱۳۱۰ لمریز کال په جوزا میاشت کې له (۵۰۰) زیاتو بسترونو په درلودو سره د محمد نادرشاه په وسیله د کابل علي آباد غره په لمن کې یې د تهداب ډبره کېښودل شوه.
د دې روغتون د ودانولو پلان د رفقي بیګ په نامه یو ترکي ډاکتر په غاړه و. د ۱۳۱۱ لمریز کال په پای کې د دې روغتون لومړۍ برخه د "رفقي سناتوریم" په نامه د محمد نادرشاه په وسیله پرانیستل شوه او بیا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په لومړیو کې دا روغتون د ډاکتر رفقي کامل بیګ تر نظر لاندې د توبرکلوز ناروغیو د مخنیوي لپاره (TB) خپل فعالیت پیل کړ. د ډاکتر رفقي کامل بیګ د فعالو او ګټورو فعالیتونو په اساس د رفقي سناتوریم په نامه و نومول شو، او په یاده ودانۍ کې د هغه نوم حک شو، چې تر اوسه هم د هغې ورانې ودانۍ په پورتنۍ برخه کې د هغه نوم شته.
همدارنګه د پوهنتون سرک په منځنۍ برخه (کابل پوهنتون ته د ننوتلو دروازې په مخ کې) کې د یادګارۍ څلی لیدل کېږي چې کوچنۍ تاریخچه او د ډاکتر رفقي کامل بیګ حک شوی عکس پکې لیدل کېږي.
په ۱۳۱۲ لمریز کال کې د علي آباد ملکي روغتون په نامه دویمه ودانۍ افتتاح او فعالیت یې پیل کړ، چې اوسمهال د جراحۍ سرویس پکې فعالیت کوي.
ملکي روغتون په دوه پوړونو کې ودان شو: لومړی پوړ یې د داخلې برخه او دویم پوړ یې د جراحۍ برخې د ناروغانو لپاره ځانګړې شوه. همدارنګه په دوه شرقي او غربي برخه کې یې د سترګو، ګوش او ګلو برخې ناروغانو لپاره د عملیات خونو سره جوړې شوې. له ۱۳۳۴ لمریز کال تر ۱۳۳۶ لمریز کاله پورې ملکي روغتون د "نادر شاه روغتون" په نامه ونومول شو. په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د ثور اوومې له کودتا وروسته "نادرشاه روغتون" د نیاز محمد مهمند په نامه و نومول شو. د څو لومړیو کلونو په لړ کې بېلابېلې برخې جوړې شوې؛ لکه د جلدي ناروغانو، عقلي عصبي او رواني ناروغانو او ساري ناروغانو لپاره ودانۍ، د طبي تجهیزاتو، لابراتوارونو او اکسرې برخې لپاره لویه اداري ودانۍ او ستاک د سرطبابت په نامه ودانۍ، پخلنځی، جومات، د ډاکترانو لپاره طعام خونې، دوبي خونه، درملتون او د یاد روغتون نورو برخو لپاره ښکلې ودانۍ جوړې شوې.
په ۱۳۱۱ لمریز کال کې، د کابل د طب پوهنځي په تأسیسولو او لوړو صنفونو ته د محصلینو په تلو سره د علي آباد روغتون له دویم ټولګي فارغو محصلینو د علمي کارونو لپاره آماده شو. د طب پوهنځي محصلين له دویم ټولګي وروسته علي آباد روغتون ته د عملي کار او ستاژ لپاره راتلل. ترکي استادانو او متخصصینو په طب پوهنځي کې د ناروغانو د درملنې سربېره محصلینو ته تدریس هم کاوه. په ۱۳۱۷ لمریز کال کې د لومړۍ دورې (۸) تنه فارغین و، چې تقریباً ټولو یې په علي آباد روغتون کې د ترکانو ترڅنګ د هغوی تر نظر لاندې خپل کار پیل کړ. په ۱۳۲۴ لمریز کال له ترکانو سره هوکړه ختمه شوه او په ۱۳۲۵ لمریز کال کې له فرانسویانو سره هوکړه وشوه. چې د هغې هوکړې په اساس فرانسوي استادانو د علي آباد روغتون په پوهنځي او د معالجوي او اداري چارو په برخه کې تدریس په غاړه واخیست.
د علي آباد روغتون، د مستورات روغتون (میوند روغتون) او په پل باغ عمومي واټ کې مرکزي پولي کلینیک د پوهنتون د صحي مؤسسو په نامه د طب پوهنځي د عملي کارونو او ستاژ لپاره ځانګړي شول. هر روغتون به یو سر طبیب او د هغه په رأس کې د صحي مؤسسو یو رییس درلود.
د علي آباد کدري روغتون د (۸۹) کاله لرغونتیا په اساس په بېلابېلو برخو کې د هیواد په کچه د تدریس، څېړنې او د صحي خدماتو عرضه کول په غاړه لري. د یادونې ده، چې دا روغتون په ځینو برخو کې لکه د اعصابو جراحۍ، د یورولوژي جراحۍ، عقلي او عصبي او په دې ورستیو کې د زړه جراحۍ په برخه کې د هیواد په کچه صحي خدمات ارایه کوي، چې د هیواد په نورو روغتونونو کې د دې خدماتو د وړاندې کولو امکانات موجود نه دي. همدارنګه له ۱۳۵۵ تر ۱۳۷۱ لمریز کاله د نړۍ د اټومي انرژۍ د آژانس (IAEA) په مرسته د سرطاني ناروغیو د شعاعي درملنې مرکز فعالیت کاوه او هغه عالمان چې په رأس کې یې و، هغه دا دي: پوهاند ډاکتر عبدالرحمن سلیم، پوهاند ډاکتر ملک اصغر د کابل د طب پوهنځي د ایکولوژۍ (سرطان پېژندنې) برخې استادان او پوهاند ډاکتر رسول عمر د کابل پولیتخنیک پوهنتون د اټومي فزیک استاد و.
د کورنیو جګړو او ناخوالو له امله د یاد مرکز خدمات بند شوي و، چې بیا د طبي علومو پوهنتون مخکني رییس ښاغلي پوهاند ډاکتر شیرین آقا ظریف او د یاد پوهنتون د رهبرۍ پلاوي د هر اړخیزو هلو ځلو په برکت او له نیکه مرغه د یاد آژانس په مرسته د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې بشپړ مرکز بیا د علي آباد د کدري روغتون په شمالي برخه کې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ۲۷ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د دوه پوړیزې ودانۍ د تهداب ډبره د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د لوړو زدهکړو وزیر ښاغلي پوهنمل ډاکتر نجیب الله خواجه عمري او نورو حکومتي او د اټومي انرژۍ برخې د سازمان د چارواکو له لوري کېښودل شوه، چې د یادې ودانۍ د لګښتونو یوازې (۳) میلیونه ډالره یې د افغانستان دولت له لوري تمویل شوي، نور تجهیزات او د پرسونل تریننګ به یې د یاد آژانس له لوري چمتو کېږي.
د یادونې ده، چې د یادې ودانۍ ساختماني کارونه په شدت روان دي او په نږدې راتلونکي کې په مدرن او مجهز ډول به ګتې اخیستنې ته سپارل کېږي. سربېره پر دې د یاد بنسټ یو شمېر پرسونل د نړۍ د اټومي انرژۍ د آژانس په مرسته د ظرفیت د لوړاوي او اړینو ښوونو د زدهکړو په موخه بهر ته ولېږل شول.
د علي آباد تدریسي روغتون اوسمهال د ۲۵۰ بسترونو په لرلو سره په ۱۲ بېلابېلو دیپارتمنتونو لکه عمومي جراحي، صدري جراحي، یورولوژي جراحي، اعصابو جراحي، اورتوپیدي جراحي، قلبي داخله، تنفسي، اندوکراینولوژي او هماتولوژي، رادیولوژي، عصبي او رواني، د هاضمې برخه لري او دغه راز دا روغتون ۳۹۷ تنه مسلکي، اداري او خدماتي پرسونل لري، چې په مسلکي برخه کې ۷۸ تنه د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون استادان، ۲۳ تنه متخصصین، ۷۵ تنه تریني ډاکتران، ۹۶ تنه نرسان، ۹ تنه درمل جوړوونکي، ۱۳ تنه لابرانت، ۸ تنه لابرانت اکسریز، ۱۵ تنه انستیزي لوګ، ۲ تنه فزیوتراپیست، ۱ تن میدیکل انجینیر، ۱ تن د اکسري ماشینونو تخنیکر، ۲ تنه میدیکل فزیست، ۲ تنه د رادیو تراپسي تکنیشن، ۲۲ تنه اداري کارمندان او ۱۲۸ تنه خدماتي کارکوونکي ټول هره ورځ په دې قادر دي، چې تر ۲۰ زیات انتخابي او عاجل عملیات یې ترسره کړي او تقریباً ۳۰۰ تر ۵۰۰ ناروغان یې په بېلابېلو سراپا دیپارتمنتونو کې معاینه او د هغو درملنه یې کړې ده.
د علي آباد روغتون خدمات په عمومي بڼه لاندې برخو کې داسې خلاصه کولای شو:
۱. د ځوانو ډاکترانو لپاره د تخصص د اکمال پروګرام تطبیقول.
۲. په ملي کچه د صحي روغتوني خدماتو عرضه کول.
۳. له یاد روغتونه د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلینو د عملي کار او طبي څېړنو لپاره کار اخیستل.
د کورنيو جګړو په وخت د علي آباد روغتون غربي سیمه د هلال احمر افغاني (سرې میاشتې) ټولنې په وسیله غصب شوه، چې د کابل طبي پوهنتون د ډیرو هلو ځلو سره سره تر ننه هم دا ساحه بېرته د یاد روغتون په واک کې ورکړل شوې نده.
له ۱۳۷۱ تر ۱۳۷۳ لمریز کاله پورې د کورنیو جګړو له امله د علي آباد تاریخي روغتون په یوه کنډواله بدل شو. بیا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۲ زېږدیز کاله او د طالبانو د واکمنۍ تر ختمېدو د علي آباد روغتون ورانه شوې ودانۍ د لوړو زدهکړو وزارت اړوند شوه؛ خو مرکزي پولي کلینیک بیا پوهنتون ته ورنکړل شو او د علي آباد روغتون د کابل طبي علومو پوهنتون د ادارې او لوړو زدهکړو وزارت په مرسته په اوسنۍ بڼه ورغول شو. دا مهال چې پوهاند ډاکتر عبیدالله عبید د یاد پوهنتون د رییس او پوهاند ډاکتر اکسیر د علي آباد روغتون د رییس په توګه دنده ترسره کوله، په دې دوره کې د یاد روغتون د بیا رغوونې او د شهر آرا له ساحې یې اصلي ساحې ته د لېږلو په برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړې.
د علي آباد کدري روغتون موخې
د ځوانو تعلیم یافته ډاکترانو روزل، د نړۍ په کچه د صحي برخو استندرد کول او د مرکز او ولایاتو ناروغانو او پایوازانو لپاره د غوره صحي خدماتو عرضه کول.
رسالت
د کابل طبي علومو پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ډاکترانو او ستاژرانو روزنه او دغه راز هغه ناروغان چې درملنه یې د پلازمینې کابل په نورو روغتونونو کې ناشونې وي، د هغوی درملنه او هغو ته د غوره صحي خدماتو عرضه کول.
د دې روغتون د ریاست بست دویمه رتبه او کدري بست دی، چې پوهندوی ډاکتر محمد اکبر سدید یې اوسمهال رییس دی، هغه په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د لوړو زدهکړو وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ د درانه مقام په تاییدۍ سره د یاد روغتون د رییس په توګه وګومارل شو. هغه د ماسترۍ تر کچې زدهکړې کړي دي.
اړیکې:
- د جراحۍ عاجل سرويس: 0202510358
- د داخلې برخې سرویس: 0202510356
- د عقلي او عصبي برخې سرویس: 0202510352
- د روغتون ریاست: 0202510355
- برېښنالیک: akbarsadid@yahoo.com
۲. د میوند تدریسي روغتون
د میوند کدري روغتون په ۱۳۱۱ لمریز کال د کابل ښار په میوند واټ کې آباد شو، چې د ترکي ډاکترانو په وسیله یې خپل فعالیت پیل کړ. دا چې دا روغتون د باقر خان په کلي کې واقع و، له همدې امله په لومړیو کې د باقر خان کلي په نامه ونومول شو. بیا د مستورات یا "د مېرمنو روغتون" په نامه ونومول شو او بالاخره د ۱۳۵۷ لمریز کال په ثور میاشت کې د میوند روغتون په نامه ونومول شو. همدارنګه په همدې وخت کې د ښځینه وو لپاره د دارالامان سرک په څنګ کې د خواجه ملا په نامه ښځینه سناتوریم هم جوړ شو.
دا روغتون په ۱۳۱۰ لمریز کال کې د کابل د طب پوهنځي او د علي آباد د کدري روغتون تر رامنځته کېدو وروسته د (۸۸) کاله لرغونتیا په لرلو سره تر ټولو لرغونی روغتون دی. دا روغتون (۳۵۰) فعال بسترونه لري او ټولټال (۴۵۰) مسلکي او غیر مسلکي پرسونل په دې روغتون کې دنده ترسره کوي، چې په مسلکي برخه کې د کابل طبي علومو پوهنتون (۴۰) تنه استادان، (۲۰) تنه متخصصین، (۹۰) تنه تریني ډاکتران، (۱۲۶) تنه نرسان، (۷) تنه درمل جوړوونکي، (۸) تنه لیبرانت، (۷) تنه لیبرانت اکسریز، (۶) تنه انستیزي لوګ، (۲۵) تنه اداري کارمندان او (۱۲۱) تنه خدماتي کارکوونکي دي. دا روغتون چې اوسمهال د کابل طبي علومو پوهنتون په اډانه کې د تدریسي روغتون په توګه فعالیت کوي. د جلدي او زهروي، پلاستیکي جراحۍ، ګوش، ګلو و بیني، ماشومانو برخه، ماشومانو جراحۍ او تشخیصیه برخو لکه اکسریز، لابراتوار، انستیزي، فارمسي ګراف ګوش، التراسوند، ایکوکاردیوګرافي، عاجل سرویس او سراپا ناروغانو (OPD) او نرسنګ برخه کې فعالیت کوي.
د دې روغتون بست دویمه رتبه بست دی، چې د دې روغتون د جلدي او زهروي برخې استاد پوهاند ډاکتر عبدالحی ولي یې رییس دی. ډاکتر ولي له ۱۳۹۷ لمریز کال راهیسې د لوړو زدهکړو وزارت د وړاندیز او ولسمشرۍ دفتر د منظورۍ په اساس د یاد روغتون د رییس په توګه مقرر شوی دی. پوهاند ولي د ماسترۍ تر کچې زدهکړې کړي دي.
میوند تدریسي روغتون سره اړیکې:
د رغتون ریاست: تيلفون 2100447 - 020
د روغتون سرطبيب: تيلفون 2102913 - 020
مالي او اداري آمریت: تيلفون 2102914 - 020
د نرسنگ آمریت: تيلفون 2103150 - 020
بریښنالیک: maiwandhospital@yahoo.com / abdulhaiwali25@yahoo.com
۳. د صدري، قلبي او وعایوي ناروغیو انستیتوت
د صدري، قلبي او وعایوي ناروغیو انستیتیوت ځمکه په لومړیو کې د علي آباد کدري روغتون ملکیت وه، چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د انګلستان هیواد د یو خصوصي سکتور په وسیله دا ځمکه وپېرل شوه. بیا د انګلستان هیواد په استازولۍ ډاکتر محمد نعیم عظیم چې د انګلستان هیواد تابعیت یې درلود، هغه د ۹۹ کلونو لپاره د افغانستان له دولت سره هوکړه وکړه او یاد انستیتیوت لپاره یې دوه ودانۍ آبادې کړې چې یوه یې دوه پوړیزه او بله یې درې پوړیزه ودانۍ وه. تر جوړېدو وروسته یې "د اکامیت روغتون" په نامه د صحي خدماتو په برخه کې فعالیت پیل کړ.
د اکامیت روغتون له پرمختللو تجهیزاتو لکه د سیتي اسکن ماشین، ډیجیتل اکسرې، BMD، مډرن التراساوندونه، مجهز لابراتواري تجهیزات او مکمل قلبي تجهیزات، لکه د ایکو ماشین، ETT او دغه راز د لیتوتروپسي (LITHOTROPSY) ماشین آلات او تجهیزات او داسې نور طبي او غیر طبي وسایل له تجربه لرونکو کورنیو او بهرنیو ډاکترانو سره یو خصوصي روغتون و، چې د یو کمپلکس په شکل به یې د اورتوپیدي جراحۍ، ګوش و ګلو، سترګو، نسایي ولادي، ماشومانو او سراپا ناروغانو په برخه کې یې تر څو کلونو خلکو ته صحي خدمات وړاندې کول.
په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون د جدي اړتیا په اساس او له انګلستان هیواد سره د ترسره شوې غیر عادلانه هوکړې په برخه کې د کابل طبي علومو پوهنتون د هغه وخت رییس ښاغلي پوهاند ډاکتر شیرین آقا ظریف د هلو ځلو له برکته د افغانستان د ولسمشرۍ لوړ مقام هدایت ورکړ چې د مالیې وزارت، عامې روغتیا وزارت، لوړو زدهکړو وزارت او د اداره امور د استازو یو عمومي ګډ پلاوی دې د ښار او کور جوړوونې وزارت په مشرۍ جوړ شي، چې د اکامیت روغتون تعمیر او تجهیزات قیمت ګذاري کړي او په مناسب وخت کې د ولسمشرۍ درانه مقام ته دې بشپړ راپور ورکړي. په پای کې هم د اکامیت روغتون مالک ښاغلي ډاکتر محمد نعیم عظیم په دې توګه موافقه وکړه، چې یاد روغتون به د څلور میلیونه امریکایي ډالرو په مقابل کې د افغانستان په لوړو زدهکړو وزارت پلوري. چې د یو شمېر قانوني پروسو تر بشپړولو وروسته د هیواد اړوندو ارګانونو دا یاد روغتون بېرته ترلاسه او د کابل طبي علومو پوهنتون په اختیار کې ورکړ.
د کابل طبي علومو پوهنتون ته د یاد روغتون تر سپارلو وروسته دې روغتون "د قلبي ناروغیو انستیتیوت" تر نامه لاندې د یاد پوهنتون په اډانه کې خپل فعالیت پیل کړ، چې اوسمهال د ښاغلي ډاکتر عصمت الله نایب خیل تر ریاست لاندې د یو شمېر با تجربه متخصصینو، تکړه صحي او اداري کارمندانو په وسیله د وړیا طبي خدماتو عرضه کولو په برخه کې فعالیت کوي.
په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون د ریاست په وړاندیز او د لوړو زدهکړو وزارت په منظورۍ سره یاد روغتون د "د قلبي، صدري او وعایوي ناروغیو انستیتیوت" په نامه ونومول شو.
اوسمهال دا صحی انستیتیوت د ماشومانو برخې، لویانو برخې، صدري داخله برخې، قلبي جراحۍ برخې، صدري جراحۍ برخې دیپارتمنتونو په لرلو سره او دغه راز د قلبي تشخیصیې برخه د سیتي اسکن، کاردیو ګرافي، التراساوند، ای ټی ټي، اکسرې، اي سي جي، بي ام ډي، مموګرافي، لابراتوار او درملتون په وسیله مجهز دی.
د قلبي، صدري او وعایوي ناروغیو انستیتیوت ټولټال (۱۰۴) تنه مسلکي، اداري او خدماتي پرسونل لري، چې (۱) تن یې سرطبیب، (۱۶) تنه یې متخصصین، (۱) د سیتي اسکن ډاکتر، (۷) تنه تریني ډاکتران، (۲۶) تنه نرسان او سر پرستار، (۴) تنه ډاکتران او د انستیزیست نرسان، (۴) تنه تکنیشن، (۲) تنه درمل جوړوونکي، (۴) تنه لابرانت، (۹) تنه اداري کارمندان او (۳۱) تنه خدماتي کارکوونکي په دې روغتون کې دنده ترسره کوي.
د دې روغتون بست دویمه رتبه کدری بست دی، چې پوهنیار ډاکتر رمضان کریمي یې رییس دی. هغه په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د لوړو زدهکړو وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ درانه مقام د منظورۍ په اساس د یاد روغتون د رییس په توګه مقرر شوی، چې د دکتورا تر کچې یې زدهکړې کړي دي.
یاد روغتون سره اړیکې: 0202511838
بریښنالیک: karimiramazan@yahoo.com
۴. د شهر آرا نسایي ولادي برخې تدریسي کلینیک
د کابل طبي علومو پوهنتون نسایي ولادي برخه د کابل د طب پوهنځي د تاسیس په زمانه کې رامنځته شو، چې د محصلینو د تدریس او ستاژولو سربېره د صحي خدماتو وړاندې کول هم د هغوی د کاري پروګرام یوه برخه وه. دې روغتون د اوږد مهال لپاره د علي آباد د صحي روغتون په اډانه کې د هغه وخت په مرکزي معاینه خانه کې فعالیت کاوه. د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور اوومې له کودتا وروسته د طب دولتي انستیتیوت په اډانه کې یې د محصلینو د تدریس او ستاژ په برخه کې فعالیت کاوه او د نسایي ولادي په ټولو روغتونونو کې د طب استادانو فعالیت درلود؛ لکه ملالۍ زېږنتون کې، رابعه بلخي روغتون کې او...
وروسته له دې چې د علي آباد کدري روغتون داخله برخه د شهر آرا له ساحې د هغه روغتون نوې ودانۍ (اوسنۍ ودانۍ) ته انتقال شو. نو هغه دیپارتمنت په شهر آرا کې د تدریسي روغتون په سطحه د شهر آرا برخه کې ځای پر ځای شو، چې په لومړیو کې مناسب ځای نه و، بسترونه موجود نه و او خدمات په معیاري بڼه نه عرضه کېدل. تر دې چې بلاخره په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د یاد پوهنتون د هغه وخت رییس ښاغلي پوهاند ډاکتر شیرین آقا ظریف د هلو ځلو په برکت د شهر آرا روغتون نسایي ولادي تدریسي روغتون د ۱۳۹۲ لمریز کال د حوت میاشتې په ۲۴ نېټه د آیساف ځواکونو د صحي ټیم په وسیله تر تجهیز او د پوهنتون په وسیله یې تر ترمیم وروسته افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادونې ده چې دا کلینیک تقریباً (۴۰) بسترې لري او د هیواد په کچه د نسايي او ولادي برخې لومړنی تدریسي مرکز دی. چې د کابل طبي علومو پوهنتون په اډانه کې فعالیت کوي. دې کلینیک په ۱۳۹۳ لمریز کال کې رسماً خپل فعالیت پیل کړی دی.
د شهرآرا د نسایي ولادي برخې تدریسي کلینیک (۴۰) فعال بسترونه لري او د نسایي ولادي، نوزادانو، لابراتوار او Imaging برخو کې فعالیت کوي. دا کلینیک ټولټال (۶۲) تنه مسلکي او غیر مسلکي پرسونل لري، چې له دې برخې (۹) تنه یې متخصص ډاکتران، (۱۰) تنه یې تریني ډاکتران، (۱۵) تنه یې نرس او قابلې، (۳) تنه یې انستیزي لوګ، (۲) تنه یې درمل جوړوونکي، (۳) تنه یې لابرانت، (۴) تنه اداري کارمندان او (۱۶) تنه یې خدماتي کارکوونکي دي.
په دې روغتون کې د نسایي ولادي، نوزادانو برخې ناروغانو او دغه راز د طب برخې څلورم، پینځم ټولګي محصلینو، د نرسنګ او قابلګۍ برخې محصلینو او ستاژیر برخې ډاکترانو ته تدریس کېږي. د تخصص پروګرام په عملي بڼه دې پوهنتون کې لا روان ده.
د دې کلینیک بست درېیمه رتبه کدري بست دی، چې نسایي ولادي برخې استاده پوهندوی ډاکتره دیبا شکیب یې آمره ده. ډاکتره دیبا شکیب په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون د ریاست په وړاندیز او د لوړو زدهکړو وزارت په منظورۍ سره د یاد کلینیک د آمرې په توګه وټاکل شوه. هغې د ماسترۍ تر کچې زدهکړې کړي دي.
اړیکشمېره: 0744767571
برېښنالیک: dshakaib@yahoo.com
۵. د سترګو کدري روغتون
دا کلینیک په ۱۳۱۵ لمریز کال د ابن سینا په روغتون کې د سترګو دیپارتمنت په نامه رامنځته شو او په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د مستورات روغتون (میوند روغتون) ته ولېږل شو، بیا په ۱۳۷۳ لمریز کال کې په مرکزي برخه کې د کابل نور روغتون او بیا د خیرخانې سیمې (۵۲) بستریزه روغتون، په ۱۳۷۴ لمریز کال کې د اردو او ملي امنیت (۴۰۰) بستریز روغتون ته منتقل شو و بیا په ۱۳۷۸ ـ ۱۳۷۹ لمریز کال کې د لوړو زدهکړو وزارت، کابل طبي علومو پوهنتون او (International Assistance Mission “IAM”) درې واړو ترمنځ د لس کلنې ترسره شوې هوکړې په اساس د طبي پوهنتون د سترګو دیپارتمنت د کابل د دهبوري سیمې په پولي کلینیک کې د (۱۳) تنه فني او اداري پرسونل او (۲۰) بسترو سره "د سترګو تدریسي روغتون" په نامه خپل فعالیت پیل کړ. په ۱۳۸۲ لمریز کال کې بیا د کابل پوهنتون د صحي پولي کلینیک له ودانۍ د کابل طبي علومو پوهنتون ودانۍ ته ځای بدل کړ، چې بیا تر (۱۳۹۱ / ۱۱/ ۱۸) نېټې پورې یې په هغه ځای کې د (IAM) مؤسسې په مرسته او ملاتړ فعالیت کاوه؛ خو د یادې مؤسسې د مرستو او ملاتړ تر قطع کېدو وروسته یې بیا له خپلو اړوندو امکاناتو کار واخیست. د ۱۳۹۲ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۸مه نېټه د یاد پوهنتون د ریاست په هدایت سره د کابل طبي علومو پوهنتون له محوطې په شهر آرا سیمه کې د نسایي ولادي برخې مخکنۍ ودانۍ ته ولېږل شو. چې د پوهنتون د ریاست او د سترګو برخې دیپارتمنت د هلو ځلو په برکت یې بیا د پوهنتون له امکاناتو په ګټنې سره یې یو ځل بیا د یو روغتون په کچه خپل فعالیت پیل کړ او تر دې دمه خپل تدریسي او معالجوي فعالیت ته دوام ورکوي.
د کابل طبي علومو پوهنتون د هلو ځلو په برکت د یاد کلینیک تشکیل (۴۵) تنه پرسونل ته ارتقا کړې، چې د یاد پوهنتون په اډانه کې فعالیت کوي. د سترګو کدري روغتون د کابل طبي علومو پوهنتون محصلینو لپاره د ښوونیزو خدماتو د ارایه کولو، د لوی مرکز په توګه د محصلینو، ستاژرانو، تریني ډاکترانو، د سترګو متخصصینو او درنو وطنوالو د درملنې په برخه کې د هیواد په کچه شپه او ورځ (۲۴) ساعته فعالیت کوي.
همدارنګه د کابل طبي علومو پوهنتون او (Fred Hollows Foundation) مؤسسې تر منځ د ترسره شوې هوکړې په اساس د سترګو روغتون لپاره د ظرفیت د لوړاوي پروګرامونو په پام کې نیولو سره د یاد روغتون څلور تنه پرسونل د لیسانس او سترګو تکنیسین په برخه کې د تحصیلي بورسیو په وسیله د پاکستان هیواد ته ولېږل شول([1]).
دا کلینیک په تدریسي برخه کې، سراپا، بستري، علمیات، بایومتري، لیزر، لابراتواري معاینې، د سترګو او عینکو د نمبر ټاکلو، درملتون او عاجلو واقعاتو په برخه کې فعالیت کوي.
د سترګو کدري روغتون ټولټال (۴۵) تنه مسلکي، اداري او خدماتي پرسونل لري، چې له دې ډلې (۷) تنه یې متخصص ډاکتران، (۶) تنه یې تریني ډاکتران، (۶) تنه نرسان، (۴) تنه تکنیشن، (۲) تنه انستیزي لوګ، (۱) تن درمل جوړوونکی، (۲) تنه اوپتومترست، (۱) تن عینک جوړوونکی، (۸) تنه اداري کارمندان او (۹) تنه خدماتي کارکوونکي دي.
د دې کلینیک بست درېیمه رتبه کدري بست دی، چې د سترګو دیپارتمنت استاد ښاغلی پوهندوی ډاکتر شیر محمد امیرزاده یې په رأس کې دی. پوهندوی امیرزاده په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون په وړاندیز او د لوړو زدهکړو وزارت په منظورۍ سره د یاد کدري کلینیک د آمر په توګه وټاکل شو. ډاکتر امیرزاده د ماسترۍ تر کچې زدهکړې کړي دي.
اړیکشمېره: 7443833300
بریښنالیک: shir.amirzada@gmail.com
۶. د ستوماتولوژۍ (غاښونو) برخې تدریسي کلینیک
د ستوماتولوژۍ یا غاښونو برخې تدریسي کلینیک د ۱۳۸۶ لمریز کال په چنګاښ (سرطان) میاشت کې افتتاح شو. دا کلینیک د کابل د طبي علومو پوهنتون د ستوماتولوژۍ پوهنځي استراتیژي د موخې وړ نتایجو او اصولو د ترلاسي لپاره تطبیق او عملي کوي. د ستوماتولوژۍ تدریسي روغتون د ستوماتولوژۍ د داخلې او د ستوماتولوژۍ د جراحي برخې لري، چې د ستوماتولوژۍ د داخلې، پریودنتولوژي او ماشومانو ستوماتولوژۍ دیپارتمنتونه لري. د ستوماتولوژۍ د جراحۍ برخه بیا پروستودنتیکس او اورتودنسي برخې دیپارتمنتونه لري. همدارنګه د غاښونو د رادیولوژۍ برخه د پرې اپیکال اکسرې او OPG برخې لري. د غاښونو جوړولو د لابراتوار برخه د غاښونو پروتیز، سنتر سپلای د کلیو عقیمولو او د جراحۍ د عملیاتو برخې لري.
د ۱۳۹۲ لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د کابل طبي علومو پوهنتون او د یاد کلینیک د آمریت د هلو ځلو په برکت د ملي استراتیژۍ او انکشافي پلان د استراتیژۍ په اساس د ذامې د جراحۍ خدمات د ستوماتولوژۍ په تدریسي کلینیک کې د ناروغانو لپاره د شپږو بسترو او ۲۴ ساعته نوکریوالۍ او ماشومانو دیپارتمنت سره رامنځته شو. همدارنګه په همدې کال په دې کلینیک کې تخصصي پروګرامونه هم دایر شول.
دا کلینیک د بشپړ مصنوعي غاښونو جوړولو، د پارشیال په توګه د مصنوعي غاښونو جوړولو، د مصنوعي غاښونو په ترمیمولو، د مصنوعي غاښونو په استر کولو، د پریودنتال ناروغیو د تشخیص او درملنې، د پلک او کلکولس برخو له منځه وړلو، د پریودنتال جراحۍ درملنو لکه د بیره ای کتلات اخیستلو، غاښونو ایستلو، د ذامې برخې د کتلات بېرته کولو، د ذامې برخې درملنو او دېته ورته برخو کې فعالیت کول، د صغیره جراحۍ برخې پروسیجرونو او د ذامې برخې د انتاناتو درملنې په برخو کې فعالیت او په دې اړوندو برخو کې صحي خدمات وړاندې کوي.
د یاد کلینیک د مالي، ساختماني او تجهیزاتي برخو ټولې چارې د ایران هیواد د بلاعوضه مرستو په وسیله ترسره شوې دي.
دا تدریسي کلینک ټولټال (۴۰) تنه مسلکي او غیر مسلکي پرسونل لري، چې (۱۸) تنه یې ډاکتران، (۲) تنه یې متخصصین، (۱) تن نرس، (۵) تنه تکنیشن، (۱) تن درمل جوړوونکی، (۱) تن لابرانت، (۴) تنه اداري کارمندان او (۸) تنه يې خدماتي کارکوونکي دي.
د دې کلینیک بست درېیمه رتبه کدري بست دی، چې د ستوماتولوژۍ د جراحي برخې استاد پوهنمل ډاکتر نصر الله رستاقي یې آمر دی. رستاقي په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون د ریاست په وړاندیز او د لوړو زدهکړو وزارت په منظورۍ سره د یاد کلینیک د آمر په توګه ګومارل شوی دی. هغه د ماسترۍ تر کچې زدهکړې کړي دي.
اړیکشمېره: 0744115411
برېښنالیک: nasrullahrustaqi@yahoo.com
[1] - د ۹۰ او ۹۳ لمریز کال د کابل طبي علومو پوهنتون د فعالیتونو او لاسته راوړنو نچوړ.