د ۱۴۰۴ کال د ټریني متخصصانو کلنۍ ارتقايي آزموینه واخیستل شوه

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
د ۱۴۰۴ کال د ټریني متخصصانو کلنۍ ارتقايي آزموینه واخیستل شوه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي آبن سینا» اړوند تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۴ کال ټریني متخصصانو کلنۍ آزموینه چې د داخلې او جراحي په پرنسیپونو کې اخیستل کېږي نن شنبه د روان کال سلواغې میاشتې په ۲۵ نېټه پیل شوه.

د داخلې پرنسیپ په تخصصي برنامو کې د عمومي داخلې، ماشومانو داخلې، عقلي او عصبي، انتاني او پتالوژي برنامې شاملې دي چې نظري آزموینه یې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند د طبي زده کړو پراختیا ریاست او عملي آزموینې یې په علي آباد او میوند تدریسي روغتونون کې ترسره کېږي.

دغه آزموینه په نظري او عملي برخو کې د ټریني متخصصانو د مهارتونو او علمي کچې څرنګوالي او همدارنګه د ظرفیت لوړونې په موخه ترسره کېږي.

د یادولو وړ ده چې د جراحي پرنسیپ آزموینه د راتلونکې دوشنبې په ورځ په همدې ریاست کې اخیستل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۶
Background image

د هېواد پوهنتونونو د محصلانو تر منځ د لوړو زده کړو وزارت له لوري د حسن قرائت او حفظ سیالۍ ترسره کېږي چې د هر پوهنتون څخه دوه کسان به پکې ګډون کوي.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د محصلانو چارو معاونیت د دغه پوهنتون د د بېلابېلو پوهنځیو د ګڼ شمېر محصلانو  د حسن قرائت، تجوید قواعدو او قرانکریم د حفظ کچې څرنګوالي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ د دغه پوهنتون مالي او اداري کمېټې ناسته وشوه.

د مالي او اداري چارو مرستیال  د دغه ناستې د پیل په وینا کې د شفافیت خوندیتوب، اداري نظم پیاوړتیا او د اداري چارو د لا ښه والي په اړه خبرې وکړې او د غونډې ټولو غړیو لپاره یې په اغېزمنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۹
Background image

#څلورویشتم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د تدريسي او اداري تعميرونو د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د دغه پوهنتون د پلو لارو ترميم. . .

BACK TO NEWS