د ۱۴۰۴ کال د ټریني متخصصانو کلنۍ ارتقايي آزموینه واخیستل شوه
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي آبن سینا» اړوند تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۴ کال ټریني متخصصانو کلنۍ آزموینه چې د داخلې او جراحي په پرنسیپونو کې اخیستل کېږي نن شنبه د روان کال سلواغې میاشتې په ۲۵ نېټه پیل شوه.
د داخلې پرنسیپ په تخصصي برنامو کې د عمومي داخلې، ماشومانو داخلې، عقلي او عصبي، انتاني او پتالوژي برنامې شاملې دي چې نظري آزموینه یې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند د طبي زده کړو پراختیا ریاست او عملي آزموینې یې په علي آباد او میوند تدریسي روغتونون کې ترسره کېږي.
دغه آزموینه په نظري او عملي برخو کې د ټریني متخصصانو د مهارتونو او علمي کچې څرنګوالي او همدارنګه د ظرفیت لوړونې په موخه ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده چې د جراحي پرنسیپ آزموینه د راتلونکې دوشنبې په ورځ په همدې ریاست کې اخیستل کېږي.
