د هېواد پوهنتونونو د محصلانو تر منځ د لوړو زده کړو وزارت له لوري د حسن قرائت او حفظ سیالۍ ترسره کېږي چې د هر پوهنتون څخه دوه کسان به پکې ګډون کوي.
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د محصلانو چارو معاونیت د دغه پوهنتون د د بېلابېلو پوهنځیو د ګڼ شمېر محصلانو د حسن قرائت، تجوید قواعدو او قرانکریم د حفظ کچې څرنګوالي او هڅونې په موخه ارزونه وکړه چې د طب پوهنځي محصل عبدالله او د ستوماتولوژي پوهنځي محصل شوکت علي په دغه پروګرام کې د ګډون لپاره وټاکل شول.
د یادولو وړ ده چې یادې سیالۍ د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست له لوري ترسره کېږي څو محصلان د دیني مسایلو او حسن قرائت په برخو کې لا وهڅول شي
