د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا په سترګو تدریسي روغتون کې د محصلانو د ستاژ بهیر او عملي کارونو څخه نظارت وکړ

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۲۲
مفتی سید جمال آغا، معاون امور محصلان پوهنتون علوم طبی کابل، از روند ستاژ و آموزش عملی محصلان در شفاخانه تدریسی چشم نظارت کرد

د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا په سترګو تدریسي روغتون کې د محصلانو د ستاژ بهیر او عملي کارونو څخه نظارت وکړ. په دغه نظارت کې د محصلانو چارو مرستیال د روغتون مسوولینو سره د لیدنې تر څنګ د عملي روزنې لارو چارو، په عملي کارونو کې د محصلانو ګډون، کاري چاپېریال شرایطو او د ستاژ په جریان کې د مفرداتو د تطبیق کچې ارزونه وکړه.

په یاده لیدنه کې محصلانو او ستاژرانو د عملي زده کړو کیفیت د ښه والي او درسي اړتیاوو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه د محصلانو چارو له مرستیال سره شریک کړل. همدا رنګه مفتي سید جمال آغا اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې څو د محصلانو د عملي زده کړو بهیر په ښه او اغېزمن ډول تطبیق شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا په سترګو تدریسي روغتون کې د محصلانو د ستاژ بهیر او عملي کارونو څخه نظارت وکړ

د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا په سترګو تدریسي روغتون کې د محصلانو د ستاژ بهیر او عملي کارونو څخه نظارت وکړ. په دغه نظارت کې د محصلانو چارو مرستیال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۱۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي یو شمېر غوره محصلانو ستاینغونډه چې د فارمکولوژي مضمون په آزموینه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د یاد پوهنتون د علمي کنفرانسونو په (۱) تالار کې ترسره شوه. 

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي یو شمېر غوره محصلانو ستاینغونډه چې د فارمکولوژي مضمون په آزموینه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د یاد پوهنتون د علمي کنفرانسونو په (۱) تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۱۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي محصلانو چې مخکې یې د پولیسو ۳۰۰ بستریز ملي او تخصصي روغتون څخه علمي سیر ترسره کړی و

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي محصلانو چې مخکې یې د پولیسو ۳۰۰ بستریز ملي او تخصصي روغتون څخه علمي سیر ترسره کړی و، د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس، یو شمېر محصلانو او. . .

BACK TO NEWS