د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا په سترګو تدریسي روغتون کې د محصلانو د ستاژ بهیر او عملي کارونو څخه نظارت وکړ

IT_Director
Mon, Oct 13 2025 2:22 PM
مفتی سید جمال آغا، معاون امور محصلان پوهنتون علوم طبی کابل، از روند ستاژ و آموزش عملی محصلان در شفاخانه تدریسی چشم نظارت کرد

د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا په سترګو تدریسي روغتون کې د محصلانو د ستاژ بهیر او عملي کارونو څخه نظارت وکړ. په دغه نظارت کې د محصلانو چارو مرستیال د روغتون مسوولینو سره د لیدنې تر څنګ د عملي روزنې لارو چارو، په عملي کارونو کې د محصلانو ګډون، کاري چاپېریال شرایطو او د ستاژ په جریان کې د مفرداتو د تطبیق کچې ارزونه وکړه.

په یاده لیدنه کې محصلانو او ستاژرانو د عملي زده کړو کیفیت د ښه والي او درسي اړتیاوو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه د محصلانو چارو له مرستیال سره شریک کړل. همدا رنګه مفتي سید جمال آغا اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې څو د محصلانو د عملي زده کړو بهیر په ښه او اغېزمن ډول تطبیق شي

Latest news

BACK TO NEWS