...

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۹
...

د کابل طبي علومو پوهنتون په نوښت او زمینې برابرولو سره د دغه پوهنتون د طب پوهنځي څلورم او پنځم ټولګي یو شمېر محصلانو د یو علمي سیر په ترڅ کې د مور او ماشوم لپاره د فرانسویانو (FMIC) له روغتون څخه لیدنه وکړه. د لیدنې په لړ کې محصلانو د روغتون له بېلابېلو برخو لکه: د جراحي، داخلې، ماشومانو، بېړنۍ څانګې او لابراتوارونو سره لا زیاته بلدتیا ترلاسه کړه. همدارنګه هغه پرمختللي طبي تجهیزات او ماشینونه چې د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي په بشپړ ډول هغوی ته تشرېح او ور وپېژندل شول. 

محصلانو د یاد روغتون مسوولینو له لارښوونو او همکاریو څخه د ستاینې تر څنګ دغه لیدنه د عملي پوهې زیاتوالي او مسلکي چاپېریال سره د بلدتیا لپاره يو اغېزمن فرصت وباله او د کابل طبي علومو پوهنتون له رهبرۍ څخه یې د دغه علمي سیر د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه. 

د یادولو وړ ده چې یاد علمي سیر نه یوازې د محصلانو د پوهې کچې لوړوالي کې مرسته وکړه، بلکې د طبابت په برخه کې د زده کړو دوام او ريښتیني خدمت لپاره یې نوې روحیه رامنځته کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۲:۸
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» معلوماتي کاتالوګ د دې پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت د هڅو په پایله کې چمتو او چاپ شو. دغه کاتالوګ چې د پوهنتون د علمي جوړښت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۹
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون په نوښت او زمینې برابرولو سره د دغه پوهنتون د طب پوهنځي څلورم او پنځم ټولګي یو شمېر محصلانو د یو علمي سیر په ترڅ کې د مور او ماشوم لپاره د فرانسویانو (FMIC) له. . .

BACK TO NEWS