د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست هیئت د خپلو ارزونو راپور چې د پوهنتون ریاست، معاونیتونو، پوهنځيو او کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو په کچه یې ترسره کړی و؛ د یاد پوهنتون له رهبري سره شریک کړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون په ریاست کې په همدې اړه په جوړه شوې غونډه کې دغه هیئت خپلې پایلې او يادښتونه وړاندې کړل او د علمي کیفیت، ظرفیتونو لوړوالي، علمي او اکاډمیکو فعالیتونو همغږۍ د ښه والي په اړه یې مهم ټکي د پوهنتون له رئیس سره شریک کړل.
د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه هیئت له هڅو څخه د ستاینې تر څنګ ټينګار وکړ چې د پوهنتون رهبري به په راتلونکو کاري پلانونو کې د زده کړو او روغتیایي خدماتو کیفیت لا لوړوالي لپاره وړاندې شوي موضوعات په پام کې ونیسي.