د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده څلورو تدریسي روغتونو د رنګمالۍ او ترمیم پروژې آفرونو پرانیستې غونډه تر سره شوه.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۸:۲۸
د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده څلورو تدریسي روغتونو د رنګمالۍ او ترمیم پروژې آفرونو پرانیستې غونډه تر سره شوه.

نن پنجشنبه د روان کال زمري میاشتې پر ۱۱ مه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ او د څارنې غړیو په حضور سره د یاد پوهنتون  او اړوندو څلورو تدریسي روغتونونو د ترمیم او رنګمالۍ پروژې د آفرونو پرانیستې ناسته پر شرایطو برابرو ګډون کوونکو شرکتونو استازو سره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په پیل کې د پوهنتون د تاریخي ارزښت او مخینې په اړه خبرې وکړې او له ګډون کوونکو شرکتونو یې وغوښتل څو تر بریا څخه وروسته هر ګټونکي شرکت د چارو ښه تر سره کولو اوصولو او د کیفیت لرونکو موادو کارولو او همدا رنګه په خپل وخت د پروژې چارو پای ته رسولو ته ژمن و اوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۱:۳۸
Background image

له ځیګر څخه د تومور لرې کولو جراحي عملیات بریالی ترسره شو

د کابل  طبي علومو پوهنتون د علي آباد تدریسي روغتون د بطن جراحي ډیپارټمنټ جراحانو او متخصصینو په جراحي عملیات سره چې شاوخوا شپږ ساعته یې دوام وکړ د یوه ۲۸ کلن ناروغ د ځیګر تومور، په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

له ستوماتولوژي تدریسي روغتون سره د غاښونو یو سيټ یونټ مرسته.

د غاښونو N-5 یونټ یو سیټ د ۲۶۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت چې د چین هېواد سانتم (Suntem) شرکت تولید دی؛ د ډاکټر نصیرشاه وزیري له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۰:۶
Background image

په سترګو تدریسي روغتون کې د یوې نادرې پېښې جراحي بریالی عملیات

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون ډاکټران او متخصصان توانېدلي چې په جراحي عملیات سره د یو ۴۰ کلن ناروغ د سترګې له حجاج برخې څخه د تومور کتله د سترګې نورو برخو په. . .

BACK TO NEWS