د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست رییس له علي آباد تدریسي روغتون څخه ليدنه وکړه

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۹:۴
د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست رییس له علي آباد تدریسي روغتون څخه ليدنه وکړه

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ډاکټر مفتي اسدالله نجات د روان ۱۴۴۵ کال د صفرالمظفر پر ۲۸ د علي آباد تدریسي روغتون له مختلفو برخو څخه د ليدنې تر څنګ د ناروغانو پوښتنه هم وکړه.

د غه نظارت چې د روغتون ستونزو ته د څېړنې او رسیدګۍ په موخه تر سره شو، په یاد روغتون کې د مسوولینو لخوا د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول چې د پوهنتون سرپرست د ستونزو له اورېدلو وروسته د یادو ستونزو د ژر تر ژره له منځه وړلو او حل ژمنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې علي آباد تدریسي روغتون د طبي پوهنتون له تاسیس سره هم مهاله رامنځته شوی او نيږدې یوه پېړۍ کېږي چې د ډاکټرانو په روزنه او هېوادوالو ته د صحي خدماتو وړاندې کولو برخه کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۲۰
Background image

میوند تدریسي روغتون کې د بهرنیو ډاکترانو په ملتیا ١٩ بریالي د ماشومانو عملیاتونه ترسره شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په میوند تدریسي روغتون کې د سویزرلینډ هېواد څخه د راغلو متخصص ډاکترانو په ملتیا دیاد روغتون ډاکترانو په تېره یوه اونۍ کې د ماشومانو (١٩) بېلا بېل مهم. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

په قلبي، صدري او وعایي ناروغیو انستیتیوت کې یو تن ناروغ ته د زړه وال تبدیل شو

د کابل طبي علومو پوهنتون په قلبي، صدري او وعایي ناروغیو انستیتیوت کې یو تن (٣٥) کلن ناروغ ته د زړه وال یا ( MVR) په بریالي ډول تبدیل او عملیات یې په بشپړ ډول بریالي شول. دغه عملیات د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۹:۳۷
Background image

د الریاض پوهنتون مخکیني استاد په تدریسي او روغتیایي چارو کې له پتالوژي څانګې سره خپله همکاري پیل کړه!

د سعودي عربستان د الریاض پوهنتون مخکني استاد او له کاناډا هېواد څخه افغانستان ته راغلي پروفیسور او د پتالوژي څانګې متخصص محمد یونس د کابل طبي علومو پوهنتون له سرپرست رییس سره د هغه د. . .

BACK TO NEWS