...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د زمري په میاشت کې په دې توانېدلی چې سلګونه ناروغانو ته ارزښتناک روغتیايي خدمات وړاندې کړي. په دغه موده کې ۴۱۳۷ ناروغانو ته سراپا (OPD) خدمات وړاندې شوي، د ۲۱۶ تنو جراحي عملیاتونه او همدا راز ۳۰۳ تنو ته د لابراتواري معایناتو خدمات وړاندې شوي دي.
د ناروغانو او مراجعینو د سترګو ساتنې په موخه ۴۰۰ جوړې عینکې هم توزېع شوې دي، له دغه خدماتو څخه د زمري میاشتې په عوایدو کې ۵۴۴ زره او ۵۵۴ افغانۍ د عوایدو حساب ته زیاتې شوې دي.