د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا په سترګو تدریسي روغتون کې د محصلانو د ستاژ بهیر او عملي کارونو څخه نظارت وکړ

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۲۲
مفتی سید جمال آغا، معاون امور محصلان پوهنتون علوم طبی کابل، از روند ستاژ و آموزش عملی محصلان در شفاخانه تدریسی چشم نظارت کرد

د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا په سترګو تدریسي روغتون کې د محصلانو د ستاژ بهیر او عملي کارونو څخه نظارت وکړ. په دغه نظارت کې د محصلانو چارو مرستیال د روغتون مسوولینو سره د لیدنې تر څنګ د عملي روزنې لارو چارو، په عملي کارونو کې د محصلانو ګډون، کاري چاپېریال شرایطو او د ستاژ په جریان کې د مفرداتو د تطبیق کچې ارزونه وکړه.

په یاده لیدنه کې محصلانو او ستاژرانو د عملي زده کړو کیفیت د ښه والي او درسي اړتیاوو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه د محصلانو چارو له مرستیال سره شریک کړل. همدا رنګه مفتي سید جمال آغا اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې څو د محصلانو د عملي زده کړو بهیر په ښه او اغېزمن ډول تطبیق شي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۱۶
Background image

د کابل ولایت اوسېدونکی یو ۲۲ کلن ناروغ چې د مغز تومور له ناروغۍ ځورېده، د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي په څانګه کې یې بریالی جراحي عملیات ترسره شو.

د ډاکټر رحمت الله نورزي په وینا « له دې وړاندې د دغه ډول عملیاتونو ترسره کېدل په افغانستان کې له جدي ستونزو سره مخ وو او ناروغان به د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته لېږل کېدل؛ مګر اوس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۱
Background image

د علمي او روزنیزو پروګرامونو په دوام د کابل طبي علومو پوهنتون یو شمېر محصلانو د علمي او څېړنیز سفر په ترڅ کې د پکتیا او خوست ولایتونو له پوهنتونونو او خوست ولایت جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.

په دغه علمي سفر کې محصلانو د دواړو پوهنتونونو د طب له پوهنځیو څخه لیدنه وکړه او د یادو تحصیلي بنسټونو له روزنیز جوړښت، تدریس لارو چارو، مجهزو لابراتوارونو، کتابتونونو او علمي امکاناتو. . .

BACK TO NEWS