د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د یو دوولس کلن ناروغ د ښۍ پښې د ورون شاتنۍ برخې څخه د تومور لرې کولو جراحي بریالی عملیات ترسره شو.

د دغه ډيپارټمنټ غړي ډاکټر فهیم فهام په وینا له دوه کلونو راهیسې د ناروغ د ښۍ پښې ورون په شاتنۍ برخه کې یوه لویه کتله رامنځته شوې وه چې د پښې پر عصبي تارونو باندې د فشار له امله د حرکت کولو او درد سره مخ و. په دغه عملیات کې کتله په بشپړ ډول ایستل شوې او ټول عصبي تارونه روغ ساتل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د ناروغ عمومي وضعیت ښه دی او په نږدې راتلونکي کې به د عادي قدم وهلو ځواک ترلاسه کړي.