د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د یو دوولس کلن ناروغ د ښۍ پښې د ورون شاتنۍ برخې څخه د تومور لرې کولو جراحي بریالی عملیات ترسره شو. 

IT_Director
Sat, Oct 18 2025 2:38 PM
عمل جراحی برداشت تومور از قسمت خلفی( پشت) ران پا راست بیمار ۱۲ ساله توسط داکتران دیپارتمنت جراحی پلاستیک شفاخانه تدریسی میوند پوهنتون علوم طبی کابل«ابوعلی ابن سینا»  با موفقیت انجام شد. 

د دغه ډيپارټمنټ غړي ډاکټر فهیم فهام په وینا له دوه کلونو راهیسې د ناروغ د ښۍ پښې ورون په شاتنۍ برخه کې یوه لویه کتله رامنځته شوې وه چې د پښې پر عصبي تارونو باندې د فشار له امله د حرکت کولو او درد سره مخ و. په دغه عملیات کې کتله په بشپړ ډول ایستل شوې او ټول عصبي تارونه روغ ساتل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د ناروغ عمومي وضعیت ښه دی او په نږدې راتلونکي کې به د عادي قدم وهلو ځواک ترلاسه کړي.

Latest news

BACK TO NEWS