د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترکو تدریسي روغتون د (Healthnet) موسسې په همکارۍ پینځه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۳۶
278

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترکو تدریسي روغتون د (Healthnet)  موسسې په همکارۍ پینځه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ. دغه ورکشاپ د یاد روغتون نرسانو او د ختیځ زون (کنړ، ننګرهار، لغمان او خوست) ملکي روغتونونو د سترګو ډيپارټمنټونو نرسانو د پوهې کچې او ظرفیت لوړوالي په موخه پر لار اچول شوی و. 

 د سترګو متخصص پوهنیار توفیق احمد مشکاني په وینا په یاد ورکشاپ کې د یو شمېر مهمو موضوعاتو لکه په عملیاتخونه کې د نرسانو مسوولیتونو، عملیات شویو ناروغانو مراقبت، د انتاناتو وقايې او طبي وسایلو د تعقیم په اړه نظري او عملي روزنه ورکول کېږي. 

د یادولو وړ ده چې تر وړاندې هم د ختیځو ولایتونو متخصصانو لپاره د سترګو تدریسي روغتون استادانو له لوري د ( د سترګو په عملیاتونو کې د کیفیت ښه والي) تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شوی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۳۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترکو تدریسي روغتون د (Healthnet) موسسې په همکارۍ پینځه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترکو تدریسي روغتون د (Healthnet)  موسسې په همکارۍ پینځه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ. دغه ورکشاپ د یاد روغتون نرسانو او د ختیځ زون (کنړ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د یوې نادرې پېښې Coexistence of Cecal duplication Cyst and Meckel’s Diverticulum presenting as intussusception in a malnourished child

د یوې نادرې پېښې Coexistence of Cecal duplication Cyst and Meckel’s Diverticulum presenting as intussusception in a malnourished child بریالی جراحي عملیات د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند. . .

BACK TO NEWS