د تخصص بستونو اعلان
Publish Date
Closing Date
Location
پوهنتون علوم طبی کابل
د کابل طبي علومو پوهنتون " ابوعلي ابن سینا " اړوند د طبي زده کړو پراختیا ریاست (۷۲ ) د عمومي داخلې او عمومي جراحي ډسپلینونو او د ستوماتولوژي مختلفو ډیپارټمنټونو د اکمال تخصص ټریني بستونه د آزموینو ملي ادارې لخوا د آزادو سیالیو له لارې، اعلان ته سپارلي دي. له ټولو هغه ډاکټرانو چې د طبي شورا په آزموینه کې یې ګډون کړی غوښتنه کیږي چې د نوم لیکنې لپاره د آزموینو ملي ادارې ویب سایټ ته مراجعه وکړي او خپل نوم ثبت کړي.
د یادولو وړ ده هغه ډاکټران چې له ۱۳۹۷ هـ ش کال څخه مخکې یې د طبي شورا په آزموینه کې ګډون نه وي کړی او عمر یې ۳۵ یا له ۳۵ کلونو ټيټ وي کولای شي د نوم لیکنې فورم د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي زده کړو پراختیا ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت څخه ترلاسه کړي. څانګو د بستونو کود معلومولو لینک:
http://drive.google.com/.../1ZL11bZ2YTAuhsolDif6q.../view...
دنوم لیکنې فورمې د ډانلود او نوم لیکنې لینک:
http://forms.gle/XEHetpPJB26D4nwk6
د امتحان ریفرنسونو پوهېدلو او معلوماتو ترلاسه کولو په موخه زموږ صفحه تعقیب ګړی.