دماسټرۍ برنامه گانی

د عامې روغتیا پوهنځي د ماسترۍ پروګرام

د کابل د طبي علومو پوهنتون په افغانستان کې د ډاکترانو د روزنې د یوازینۍ مرجع په توګه تل هڅه کړې د ډاکترانو د پوهې او ظرفیتونو د لوړولو لپاره زمینه برابره کړي. کلونه مخکې د کابل د طبي علومو پوهنتون په تدریسي روغتونونو کې د ډاکترانو لپاره په معالجي اختصاصي برخو کې د تخصص پروګرام زمینه برابره کړه چې له یوې خوا د ډاکترانو مسلکي مهارتونه لوړ شي او له بل اړخه خلکو ته ښه کیفیت لرونکي خدمتونه وړاندې شي.

پر معالجې یا درملنې برسېره، د روغتیا له مهمو برخو یوه هم وقایوي طب یا عامه روغتیا ده چې د ټولنې په کچه د وګړو د روغتیا کچې په لوړولو تمرکز لري. چې په تاسف سره د ظرفیتونو د کمښت له امله دې برخې ته ډېره کمه پاملرنه شوې، او په تېرو څو کلونو کې یو تعداد ډاکتران د عامې روغتیا په برخه کې د ماسترۍ لپاره له هېواده بهر د زده کړو لپاره لېږل شوي چې دا زمینه هم د ټولو هغو ډاکترانو لپاره چې غواړي خپله پوهه او مهارتونه په دې برخه کې زیات او لوړ کړي، مساعده نه ده. په دې خاطر د کابل د طبي علومو پوهنتون د شته توانمنیو او ظرفیتونو په استفادې او د لوړو زده کړو وزارت د ماسټرۍ پروګرام د لایحې مطابق، د کابل د طبي علومو پوهنتون کې د عامې روغتیا په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې پیل کړې.

د عامې روغتیا ماسټرۍ پروګرام مهم رسالت، د عامې روغتیا د پالیسۍ، ادارې او مدیریت په برخه کې د کارکوونکو د پوهې ارتقا او مهارتونو لوړول دي. د عامې روغتیا کارکوونکي به د دغه پروګرام په مرسته وکولی شي د عامې روغتیا پالیسي او ستراتیژي د عیني واقعیتونو په نظر کې نیولو سره د افغانانو د روغتیا د ښه والي لپاره ترتیب کړي. د دې پروګرام په مرسته مستفیدین به د صحي ارقامو د راټولولو د مختلفو لارو چارو، د صحي ستونزو د اولویت بندي، د مختلفو تحقیقاتي مطالعاتو د طرح، د عامې روغتیا ترویج، د صحي برنامو نظارت او ارزونه، له ارقامو د استفادې فرهنګ ترویج د مؤثر او مثمرو طرحو د رامنځته کولو په اړه پوهه ترلاسه کړي او خپل علم په عمل کې پیاده کړي.

د دې برنامې د رامنځته کولو نور مهم اهداف دا دي:

  • له شته ظرفیتونو د عامې روغتیا ماسټر ډاکترانو د روزنې په برخه کې کار اخیستل.
  • د هېواد دننه د ماسترۍ زده کړو زمینه برابرول چې باعث ګرځي د هېواد بهر زده کړو مصرف تر ډېره حده راکم شي.
  • د عامې روغتیا د ماسټرۍ په برخه کې هغو ډاکترانو ته د زده کړو زمینه برابرول چې بهر ته د تلو زمینه نه ده ورته برابره.
  • د عامې روغتیا په برخه کې د ډاکترانو د توانمنیو لوړول، چې فارغان وکولی شي د صحي تعلیماتو، محیطي صحت، د مور او ماشوم صحت، د ساري مرضونو د مخنیوي، د غیر ساري مزمن مرضونو کنټرول او د هېواد په کچه د روغتیا د ښه والي لپاره د پروګرامونو او پالیسي ګانو په طرح کولو کې مؤثر او ګټور رول ولوبوي.

دا برنامه داسې چمتو شوې چې شاملین وکولی شوي خپل کاري او مسلکي مهارتونه او ظرفیتونه لوړ کړي. دا برنامه د تدریس په مختلفو مېتودونو مشتمله ده چې ډېره پاملرنه د شاملینو پر ونډې ده. همدارنګه هڅه شوې په برنامه کې د کورس د شاملینو د ظرفیتونو او مهارتونو د لوړولو لپاره د عامې روغتیا د مختلفو ټولنو او ادارو له تجربو ګټه واخیستل شي.

د عامې روغتیا ماسټرۍ پروګرام د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۲ کال د زمري یا اسد میاشتې په ۲۷ نېټه د کابل د طبي علومو پوهنتون کې د نړیوال صحي سازمان په مرسته د لوړو زده کړو وزیر له خوا افتتاح شو.

د ماسترۍ پروګرام د تدریس پروسه د پوهنتون او پوهنځي د نظارتي کمیټو تر نظارت لاندې ترسره کېږي چې دغو کمیټو تل د ماسټرۍ پروګرام د لاښه توب لپاره هڅّې کړې.

د عامې روغتیا ماسټرۍ پروګرام درسونه د لوړو زده کړو وزارت د لایحې مطابق له رسمي وخت وروسته پر مخ بېول کېږي.

د عامې روغتیا د ماسترۍ پروګرام متقاضیان د فورمې له ډکولو او د معیارونو له پوره کولو وروسته د شمولیت آزموینه ورکوي، په دغه آزموینه کې چې کومو متقاضیانو تر ټولو لوړې نمرې اخیستې وي، د ماسټرۍ پروګرام لپاره جذب کېږي.

د ماسټرۍ پروګرام د تدریس پروسه د استادانو له خوا د Power Point، White board، فلېت چارتونو په مرسته پر مخ بېول کېږي همدارنګه په دې پروګرام کې د Guest Lecturer په شکل متخصصین هم رابلل کېږي چې محصلینو ته په مختلفو موضوعاتو کې اړین لکچرونه ورکړي.

د محصلینو ارزونه د Assignments ( چې د کورس په جریان کې د استادانو له خوا محصلینو ته ورکول کېږي) او د سمستر په پای کې د آزموینو په مرسته ترسره کېږی، او د کورس د تدریس ټوله پروسه په دوامداره توګه د کابل دطبي علومو پوهنتون د رهبري هیئت د ماسټرۍ کمېټې له خوا ارزول کېږي.

د کابل د طبي علومو پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام په وړیا ډول نه ده بلکې د لوړو زده کړو وزارت د لایحو مطابق له محصلینو د هر سمستر فیس اخیستل کېږي.