د طبي انجنیري فارغ ورکونکي ډيپارټمنټ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې افتتاح او انکوباتور ماشین نندارې ته وړاندې شو

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۹:۳
د طبي انجنیري فارغ ورکونکي ډيپارټمنټ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې افتتاح او انکوباتور ماشین نندارې ته وړاندې شو

د کابل طبي علومو پوهنتون د مسلکي کادرونو د زده کړو او روزنې همدا راز په روغتیایي سکټور کې د  طبي وسایلو د نصب، د کارونې څرنګوالي، ترمیم، مراقبت او ساتنې په موخه د هېواد او ټولنې د اړتیاوو پوره کولو لپاره د طبي تجهیزاتو د ترمیم او ټکنالوژۍکمیونيټي کالج د تکمیلي روغتیایي علومو پوهنځي په چوکاټ کې د فارغ ورکوونکي ډيپارټمنټ ( لېسانس دورې) ته ارتقا، او له وخت مخکې زېږېدلیو ماشومانو د ساتنې ماشین ( انکو باتور ) چې د همدې ډیپارټمنټ لخوا جوړ شوی د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیر خواه  له لوري افتتاح او یاد ماشین نندارې ته وړاندې شو 

د پرانيستې په مراسمو کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني د طبي انجنیرۍ مخینې ته په اشارې دغه څانګه د پوهنتون او ټولنې لپاره مهمه اړتیا  وبلله ویې ویل «د طبابت په اوسني عصر کې طبي انجنیري یوه مهمه څانګه ده، دغه څانګې د طبابت اساسات آسانه کړي » پوهنیار رحماني زیاته کړه چې په نورو هېوادونو کې د طبابت د پرمختګ لامل طبي انجنیري ده او افغانستان چې په طبي برخه کې له ستونزو سره مخ دی د نورو ستونزو تر څنګ د طبي انجنیري څانګې نشتون دی.

د کابل طبي علومو پوهنتون  رئیس د خپلو خبرو په دوام وویل د طبابت په برخه کې د طبي انجنیري د اهمیت او اړتیا  همدا رنګه د دغه څانګې د حقوقي دریځ  تر لاسه کولو لپاره، فارغ ورکوونکي ډیپارټمنټ ( لېسانس دورې ) ته ارتقا وکړه او د کانکور آزموینې له لارې به محصلین ورته جذب شي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د طبي انجنیري ډيپارټمنټ له ارتقا څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت په تحصیلي بنسټونو کې د هر ډول علمي پرمختګ  ملاتړ کوي، او پدې برخه کې هر ډول مرستې ته ژمن دی او د وزارت موخې د هېواد تحصیلي پراختیا او پرمختیا ده. 
علمي معین زیاته کړه په دې وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت په تحصیلي بنسټونو کې ۱۵ د ماسټرۍ،  ۲۰ ډيپارټمنټونه او ۲ د دوکتورا پروګرامونه رامنځ ته کړي دي.

د مراسمو په لړ کې د طبي انجنیري ډيپارټمنټ د استادانو لخوا جوړ شوی پرزېنټېشن د دغه ډيپارټمنټ د ارزښت، اړتیا، لاسته راوړنو، امکاناتو، راتلونکو پروګرامونو، ستونزو او د هغه د حل لارو په اړه وړاندې شو.

د یادولو وړ ده چې دغه څانګه د مسلکي ځواک په روزنه، د څېړنې او نوښټ، ډيزاین او مختلفو ماشینونو د جوړولو او دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې د ټولنې اړتیاوې پوره کوي. همدا شان دغه ډيپارټمنټ په تېرو کلونو کې د نوښت او خلاقیت په برخه کې د مسلکي کادرونو د تدریس تر څنګ توانېدلی چې وسایل  او طبي ماشینونه ( ونتلاتور یا مصنوعي تنفس ماشین ، د آکسیجن ماشین، سکشن، سنتر فیوز، نیبولایزر، شیکر ماشین او واتر بات ماشین) په لږ لګښت ډيزاين او جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۴
Background image

پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن سینا» طی مراسمی، از محصلان ممتاز این پوهنتون، فارغان کامیاب در امتحان (Exit Exam) سال ۱۴۰۵

پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن سینا» طی مراسمی، از محصلان ممتاز این پوهنتون، فارغان کامیاب در امتحان (Exit Exam) سال ۱۴۰۵ شورای طبی و همچنان محصلانی که در امتحان رقابتی فرامین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۴
Background image

سمیناری با هدف آگاهی‌دهی و وقایه از استعمال مواد مخدر، از سوی مرکز ۴۵۰ بستر تداوی معتادین مواد مخدر مربوط ریاست برنامه ملی تداوی معتادین، برای محصلان پوهنتون علوم طبی کابل برگزار گردید.

در آغاز این برنامه، فضل هادی صدیقی رئیس پوهنحی نرسنگ، ضمن خوش‌آمدگویی به اشتراک‌کنندگان، در مورد چگونگی و اهمیت برگزاری این سمینار صحبت کرده و چنین برنامه ها را در بلند بردن سطح آگاهی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۲۹
Background image

پروژه ساخت تصفیه خانه فاضلاب به ارزش مجموعی ۱۵ میلیون و ۶۱۲ هزار افغانی در شفاخانه تدریسی میوند پوهنتون علوم طبی کابل «ابو علی ابن سینا»، با حضور هیئت رهبری پوهنتون، نمایندگان ریاست عمومی شرکت‌های امارتی و مسئولین بخش فاضلاب، طی مراسم رسمی افتتاح ...

پروژه ساخت تصفیه خانه فاضلاب به ارزش مجموعی ۱۵ میلیون و ۶۱۲ هزار افغانی در شفاخانه تدریسی میوند پوهنتون علوم طبی کابل «ابو علی ابن سینا»، با حضور هیئت رهبری پوهنتون، نمایندگان ریاست. . .

BACK TO NEWS