هر کال په هېواد کې نیم میلیون تنه د سترګو ناروغیو له امله ړانده کېږي

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۰:۱
در افغانستان سالانه نیم میلیون تن بینایی خود را از دست می‌دهند

د لید نړیواله ورځ چې د اکتوبر په ۱۲هر کال د نړۍ په ټولو هېوادونو کې لمانځل کېږي نن پنجشنبه د روان کال د تلې میاشتې پر ۲۰ د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند په سترګو روغتون کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتی اسدالله نجات، د نور روغتون رئیس ډاکتر ظاهرګل ځدړان او یو شمېر نورو مشرانو هم حضور درلود، د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

د سترګو تدریسي روغتون رئيس ډاکټر محمد بشیر عثماني د غونډې ګډونوالو او مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ په خپلو خبرو کې وویل چې په هېواد کې د بېلابېلو ناروغیو له امله هر کال ۵۰۰ زره کسان خپل لید له لاسه ورکوي، چې دغه ناروغۍ زیاتره د درملنې وړ دي  نوموړي له ټولو هېواد والو وغوښتل چې هر وخت په ځانګري ډول د کار په وخت کې له خپلو سترګو ساتنه وکړي.

وروسته بیا د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس دوکتور مفتي اسدالله نجات د سترګو د ارزښټ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې سترګې د الله(ج) لوی نعمت دي، په فزیکي او معنوي لحاظ باید د هغه ساتنه وکړو، نوموړي همدا راز د اسلامي نړۍ لومړني طبیب ابو علي ابن سینا د کتاب چې د ارسطو د لارښوونو څخه یې نقل کړی دی یادونه وکړه چې ویلي یې دي خپلې سترګې له ګرد او غبار، دود او نورو مضرو شیانو وساتئ.

د غونډې په دوام کې د نور روغتون رئيس ډاکټر ظاهر ګل ځدران د دغه پروګرام له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د داسې پروګرامونو موخه خلکو ته د سترګو ناروغیو په اړه پوهاوی او په ګډه د سترګو په برخه کې هېواد والو ته د خدمت تر سره کول دي.

همداراز بیا د سترګو ډيپارټمنټ شف پوهنمل دوکتور محمد نعیم حمید د سترګو ناروغیو د لاملونو او درملنې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې سترګې د انسان په بدن کې مهمه برخه ده او د سترګو له امله د انسان د مغز ۹۰ سلنه فعالیتونه تر سره کېږي نو باید له خپلو سترګو څخه سمه ساتنه وکړو او د سترګو ستونزو سره د مخامخ کېدو پر وخت یې ژر تر ژره درملنه وکړو.

په پای کې پوهنوال شېر محمد امیر زاده د سترګو روغتون د مخینې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS