په علي آباد تدریسي روغتون کې د مغزي خونریزي بریالی جراحي عملیات تر سره شو
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو د یو ۲۰ کلن ځوان پېچلی عملیات چې د کابل ولایت اوسېدونکی دی او د ترافیکي پېښې له امله یې مغزي خونریزي کړې وه په بریالي ډول تر سره کړ.
د یاد ډيپارټمنټ ډاکټران وایي چې دغه ځوان په یوه ترافیکي پېښه د سر د شدیدي ضربې له امله مغزي خونریزي کړې وه چې د سر هډوکو د ماتوالي سره یې جراحي عملیات بریالی تر سره او د روغتیایي حالت له ښه کېدو وروسته رخصت شو.
د کابل طبي علومو پوهنتون هڅه کوي تر څو په خپلو تدریسي روغتونونو کې د روغتیایي خدماتو پر مختګ لپاره لا زیات امکانات برابر کړي.