د کابل طبي علومو پوهنتون د مسلکي بستونو آزموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیستل شوه

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۹:۳۷
د کابل طبي علومو پوهنتون د مسلکي بستونو آزموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیستل شوه

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو  ۷۳ مسلکي بستونه څه موده وړاندې  اعلان ته سپارل شوي وو، آزموینه یې د آزادې سیالۍ له لارې په داسې حال کې چې له ۱۵۰۰ څخه زیاتو کسانو پکې ګډون کړی و په شفاف ډول تر سره شوه.

دغه آزموینه د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هیئت یو شمېر غړیو په حضور کې واخیستل شوه چې د یادې آزموینې په پرانیسته کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم ګډونوالو ته ډاډ ور کړ چې په یاده پروسه کې بشپړ شفافیت مراعات شوی دی او هغه کسان چې لوړې نمرې تر لاسه کړي په اړوندو برخو کې به په دنده وګومارل شي. 

له بلې خوا هغه نوماندانو چې په دغه سیالۍ کې یې ګډون کړی و د آزموینې بهیر له شفافیت څخه خوښي څرګنده کړه او له مسوولینو یې وغوښتل تر څو حق وړ کسانو ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د کابل طبي علومو پوهنتون د آزموینې پارچو له کتنې وروسته هغه کسان چې لوړې نمرې یې تر لاسه کړې وي په اړوندو بستونو کې استخدام کوي.

د یادونې وړ ده چې دغه پوهنتون هڅه کوي تر څو د خلکو لپاره د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو لپاره د روغتونونو په مختلفو برخو کې ژمن او مسلکي کسان وګوماري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۲۱
Background image

د کابل طبي علومو (ابو علي ابن سینا) پوهنتون ماسترۍ برنامو ازموینې پایلې!

د کابل طبي علومو (ابو علي ابن سینا) پوهنتون ماسترۍ برنامو ازموینې پایلې!
https://nexa.gov.af/ps/result/100/search

د ازموینې ګډونوال، که د ازموینې پايلو په تړاو شکایت لري، خپل شکایت دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۱۹
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» نن د یوې شانداره غونډې کوربه و چې د تخصص پروګرامونو ۷۹ او عامې روغتیا او تغذي ماسټرۍ پروګرامونو ۱۲۰ تنه محصلانو پکې د مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» نن د یوې شانداره غونډې کوربه و چې د تخصص پروګرامونو ۷۹ او عامې روغتیا او تغذي ماسټرۍ پروګرامونو ۱۲۰ تنه محصلانو پکې د مسلکي زده کړو وروسته د. . .

BACK TO NEWS