د کابل  طبي علومو پوهنتون جدیدالشمولو محصلینو  ته ښه راغلاست او د پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره کړه.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۹:۶
پوهنتون علوم طبی کابل محفلی را به هدف معرفی پوهنتون و خوش آمدگویی برای محصلان جدیدالشمول، برگزار کرد

دغه غونډه چې د  ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم د میاشتې پر ۱۹ نېټه د کابل  طبي علومو پوهنتون د کنفرانسونو په لوی تالار کې جوړه شوې وه، د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ مولوي شاکرالله وحدت، د پوهنتون مشرتابه پلاوي او یو شمېر استادانو ګډون کړی وو.

دغه غونډه د الله پاک د سپیڅلي کلام د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د اړیکو او عامه پوهاوي آمر صبغت الله سجاد د ښه راغلاست په ترڅ کې د پوهنتون رهبري معرفي او په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل.

په دې کتنه کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس، محصلین ښه نیت او زده کړې ته وهڅول او ویې ویل: «د کابل طبي علومو پوهنتون تاریخي مخینه لري او د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ رامنځته شوی او له هغه وخت راهیسې  ټولنې ته یې ډېر علمي کادرونه  برابر کړي چې ټولنې ته د خدمت جوګه شوي دي. هغه زياته کړه، چې د هېواد ځوانان د اسلامي نظام په چوکاټ کې د زده کړو حق لري او د هغوى لپاره باید زمينه برابره شي.» پوهنیار رحماني له محصلانو وغوښتل چې د هغې موخې لپاره چې دغه بنسټ رامنځته شوی، هلې ځلې وکړي. ټولنې او هېواد ته داسې د خدمت جوګه ورګرځي څرنګه چې د روغتيا په برخه کې ورته اړتیا ده. 

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس د محصلانو د موخو او مکلفيتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: «علم حقيقت دئ او د علم زده کړه انسان حقايقو ته رسوي او له واقعیت سره يې اشنا کوي.» مولوي وحدت له محصلينو وغوښتل، چې عصري او دیني علوم دې د اسلام، نظام او ټولنې د خیر لپاره زده کړي.

د غونډې په دوام کې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال هم د دیني او معاصرو علومو په ځانګړي ډول د طبي علومو په ارزښت  هر اړخیزې خبرې وکړې او محصلین یې وهڅول چې په خپلو زده کړو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی ډاکټر سید محفوظ بدخش د پوهنتون په چوکاټ کې د محصل د شخصیت، مکلفیتونو، حقوقو او امتیازاتو په اړه خبرې وکړې او د محصلانو چارو د خدمتونو د انسجام آمر عطاء الله فیضي، د تحصیلي او څېړنیزو پروګرامونو، د کمیټو د فعالیتونو او د زده کوونکو لپاره د تحصیلي خدماتو چمتو کولو په اړه ډاډ ورکړ.

په نننۍ غونډه کې د طب او ستوماتولوژي پوهنځیو یو شمېر هغه فارغان چې د افغانستان د طبي شورا د (Exit Exam) په ازموینه کې یې برخه اخیستې وه او له لومړي تر پنځمې درجې پورې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د کابل طبي علومو پوهنتون د ادارې له خوا د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو لپاره درې ورځنی دیني او علمي سیمینار د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، پوهنتون رهبري هیئت، دیني علماء کرامو، استادانو او کارمندانو په حضور پیل شو.

د سیمینار په لومړۍ ورځ د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپله وینا کې دغه ډول ناستې د اسلام ستر پیغمبر (ص) میراث و باله او ویې ویل چې د دنیا او آخرت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو لپاره د درې ورځني دیني - علمي سیمینار دویمه ورځ د دغه پوهنتون رهبري هیئت، د هېواد جیدو علمای کرامو، استادانو او کارمندانو په حضور پیل شوه.

د دغه سیمینار دویمې ورځې په پیل کې د آجنډا اړوند د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په اسلام کې د ښځو مقام، حقونو او واجباتو، د حجاب ارزښت او د بې حجابۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳۲ کلن ناروغ د کيڼ لاس پرې شوې عصبي ريښې بیا ځل تړلو او ترمیم جراحي بریالی عملیات ترسره کړ. 

د دغه ډيپارټمنټ غړی ډاکټر فهیم فهام وايي ناروغ د لاس له څنګل څخه تر ګوتو پورې  د حس نشتون له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې د ناروغۍ مخینې له کتنې، فزیکي او تشخیصیه معایناتو وروسته یې. . .

BACK TO NEWS