حجاب خوندیتوب دی، نه محدودیت

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۱:۱۲
حجاب خوندیتوب دی، نه محدودیت

د روان ١٤٠١ هـ ش کال د جوزا میاشتې په اوه مه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون ښځینه استادانو او محصلینو د « حجاب خوندیتوب دی، نه محدودیت» تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي حجاب څخه ملاتړ وکړ.

په دې غونډه کې ددغه پوهنتون د ښځينه څانګې رئیسې پوهنوال زبیده انوري ژواک د حجاب د ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: حجاب انتخاب نه، بلکې يو الهي امر دى او د هغې رعايت کول په هرې مسلمانې ښځې فرض دي.

هغه زیاته کړه: حجاب مصونیت دی او د مسلمانو ښځو د شخصیت او وقار سبب ګرځي.

د غونډې په بله برخه کې پوهنوال اونیبا صیقل د اسلامي ثقافت د څانګې استادې د حجاب د شرايطو په اړه له اسلامي نظره خبرې وکړې او معلومات يې وړاندې کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان له سویس هېواد څخه د راغلیو روغتیايي متخصصینو له ټیم سره په کتنه کې په طبي او د روغتیا زده کړو په برخه کې یې د دوی له خدماتو ستاینه وکړه. په دې غونډه کې، چې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال

د کابل  طبي علومو پوهنتون رئیس د سویسي ډاکټرانو د هڅو د ستاینې ترڅنګ، د دغه پوهنتون له تدریسي روغتونونو سره د دوی د لیدنو او مرستو د دوام پر ارزښت ټینګار وکړ او د دې ټیم شتون یې اړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۳:۲۴
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه پوهنتون رهبري هیئت له غړیو سره لیدنه او خبرې وکړې. په دغه ناسته کې د پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو د لیدلوري،. . .

BACK TO NEWS