د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د میوند تدریسي روغتون لپاره نوی رییس د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دغه روغتون ډاکترانو او کارکوونکو ته وروپېژندل شو

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۸:۴۴
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د میوند تدریسي روغتون لپاره نوی رییس د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دغه روغتون ډاکترانو او کارکوونکو ته وروپېژندل شو

۱۴۰۱/۲/۲۶

۱۴۴۳/۱۰/۱۶

د میوند تدریسي روغتون د نوي رییس محترم ډاکتر نورستان شینواري د معرفي په مراسمو کې، د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري مرستیال محترم انجنیر عظیم الله کامران آخندزاده، د یاد پوهنتون د نشراتو، اطلاعاتو او اړیکو آمر صبغت الله سجاد، ډاکترانو، استادانو او کارکوونکو هم حضور درلود.

په یادو مراسم کې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال محترم کامران آخندزاده د میوند تدریسي روغتون نوي رئیس ته د خدای(ج) له دربار څخه د بریالیتوب هیله وکړه او د مسوولیت او دندې په ارزښت یي خبرې وکړې هغه زیاته کړه: دنده یو مهم او دروند مسؤلیت دی چاته چې سپارل کیږې باید په پوره صداقت او امانتداری سره یې سرته ورسوي، ځکه څوک چې خپل مسؤلیت او دنده په امانتدارۍ او ایماندارۍ سرته رسوي الله تعالی یې په عبادت کې ورته حسابوي.

په پای کې د ميوند تدریسي روغتون نوي رييس ډاکتر نورستان شينواري د مشرانو له باور او اعتماد څخه مننه وکړه او ویې ويل چې دغه دروند مسؤلیت د ښه ترسره کولو او د روغتون د لا ښه والي لپاره به هڅې وکړم.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د آنکولوژي ډاکټرانو د یو ۳۷ کلن ناروغ چې د معدې په وروستۍ برخه کې د بندښت (pyloric obstruction ) څخه کړېده، ورته Laprascopic gastrectomy یا د کمری پواسطه د جراحي بریالی عملیات ترسره کړ.

د دغه روغتون د آنکولوژي ډیپارټمنټ شف ډاکټر امین یمال د یاد عملیات د بریالي ترسره کېدو ترڅنګ وویل چې دا عملیات د اوسنۍ نړۍ د عصري او پرمختللیو عملیاتونو له ډلې څخه ګڼل کېږي، چې اوس د علي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۴:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د دغه پوهنتون استادانو ته د «څېړنو لارې چارې» تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.  

دغه پروګرام د استادانو د علمي او څېړنیزو مهارتونو لوړوالي، د علمي مقالو کیفیت ښه والي او د پوهنتون په کچه د څېړنیزو ظرفیتونو ځواکمنتیا په موخه پیل شوی چې د ورکشاپ په لړ کې به استادان د. . .

BACK TO NEWS