د شهرآرا نسائي ولادي تدریسي روغتون
د کابل طبی علومو پوهنتون د نیسائي ولادي څانګی د کابل د طب پوهنځی د تاسیس سره سم په کار پیل وکړ. همدارنګه د محصلینو د تدریس او ستاژ ترڅنګ د روغتیائې خدمتونو وړاندي کول د نوموړي څانګي په کاری پروګرام کښی شامل وو. نوموړی روغتون د اوږدی مودي لپاره د علی آباد روغتیائې موسساتو د وخت پر مرکزي معاینه خانه کښی ځای پر ځای وو. همدارنګه د 1357 د ثور د 7 د تحولاتو څخه وروسته د دولتی طب انستیتیوت په تشکیل کښی د محصلینو د تدریس او ستاژ چاری پرمخ بیولی. او په ټولو نسائي ولادي شفاخانو کښی د طب پوهنځی استادانو فعالیت درلود لکه د رابعه بلخی روغتون، ملالی زیژنتون. ورسته له هغي چی د علی آباد کادری روغتون د داخلی څانګه د شهرآرا د ساحی څخه نوي تعمیر ته چي د علی آباد په ساحه کښی موقعیت لری انتقال شوه د نسايی ولادي څآنګي د تدریسي کلینیک په سطحه په شهر آرا کښی ځای پر ځای شو او په ابتدایې ډول یې خدمات پیل کړل.
همدارنګه د 1392 ه ش کال د حوت میاشتی په 24 نیټه د کابل د طبی علومو پوهنتون د وخت د رهبری د زیار او کوښښونو نتیجه کښی د شهرآرا تدرسي نسائی ولادي کلینیک چی د آیساف د صحی تیم په واسطه تجهیز او د کابل طبی علومو پوهنتون په واسطه بیا ځلی ترمیم او کلینیک په سطحه افتتاح او ګټی اخیستني ته وسپارل شو. چی په 1393 ه ش کال کښی نوموړی کلینیک په رسمی ډول فعالیت شروع کړ او د هیواد په سطحه لومړنۍ تدریسي نسائي ولادي مرکز دی چی د کابل طبی علومو پوهنتون په چوکاټ کښی فعالیت کوي او په 1399 کال د 40 بستریزه روغتون ته ارتقا وکړه چی فعلا 30 فعال بسترونه لري او په لاندی برخو کښی خدمات وړاندي کوی:
- علمی څانګه ( د تخصص پروګرام، د طب پوهنځی د څلورم او پنځم ټولګی محصلینو ته او همدارنګه د نرسنګ او قابلګی محصلینو ته تدریس او عملی کار)
- د سراپا مریضانو معاینه کول
- د لابراتوار برخه
- د داخل بستر مریضانو لپاره تخصصي عملیاتونه
- د واکسین برخه
- د کورنۍ تنظیم برخه
- د ماښومانو څانګه
د 1404 کال د تشکیل په اساس 109 نفره مسلکی، اداری او خدماتی پرسونل د نوموړی روغتون په چوکاټ کښی شامل دي.
چی له دي جملی څخه د روغتون ریاست ، سرطبیب ، 11 نفره متخصصین، 12 نفره ټرینی ډاکټران، 38 نفره سرپرستار، نرسنگ آمر ، نرس، قابلی همدارنګه 13 نفره انستیزی، فارمسی، لابراتوار او داخلی ډاکټر او واکسیناتور،11 نفر اداری، 22 نفر خدماتی کارکونکی شامل دي.
په نوموړی روغتون د نسائي ولادي مریضانو او نوي زیږیدلو ماشومانو په برخه کښی د روغتیائې خدماتو تر څنګ د طب پوهنځی د څلورم او پنځم ټولګی د نرسنګ او قابلګی محصلینو ته تدریس او ستاژ په برخه کښی هم خدمات وړاندي کوي او تخصص پروګرام په عملی ډول په روغتون کښی دوام لري.
د روغتون د ریاست بست دوهمه (2) رتبه بست دي او د روغتون رئیسه آغلی ډاکټر آرین " ایوب " دي، آغلی ډاکټر آرین " ایوب " په 1400 ه ش کال کښی د لوړو زده کړو وزارت د حکم پر اساس د نوموړي روغتون د رئیس په ټوګه وګمارل شوه.
ټلفون شمیره: 074476771
ایمیل آدرس: shahrarahospital@kums.edu.af