د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د ډاکټرانو له لوري د بدخشان ولایت اوسېدونکي یو ۵۰ کلن ناروغ د چپې سترګې کُرې او بشپړ سرطان (Left Eye Enucleation) جراحي عملیات بریالی ترسره شو. 

IT_Director
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۲۶
عمل جراحی برداشت کامل سرطان و کره چشم چپ (Left Eye Enucleation) با موفقیت روی بیمار ۵۰ ساله از ولایت بدخشان، توسط داکتران شفاخانه تدریسی چشم پوهنتون علوم طبی کابل «ابو علی ابن سینا»، انجام شد.

د سترګو ناروغیو متخصص ډاکټر جاوید رحیمي وایي چې ناروغ له دوه میاشتو راهیسې د چپې سترګو د لید کموالي، شدید درد او  چپې سترګې سوروالي له امله دغه روغتون ته مراجعه کړې وه. د MRI او تشخیصیه معایناتو "Choroidal Melanoma"  وروسته چې د سترګو داخلي برخې یو ډول سرطان بلل کېږي تشخیص شوه چې ناورغ د سترګو په سرطان اخته دی، د ناروغۍ د شدت او نورو نسجونو ته د انتقال شونتیا په پام کې نیولو سره د Enucleation  عملیات ترسره کېدو پرېکړه وشوه.

د یادولو وړ ده چې د ناروغ عمومي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی او داکټران ډاډ ورکوي چې د سرطان کتله په بریالي ډول ایستل شوې ده چې تر اوسه یې د زیات لېږد لپاره د تشویش وړ نښې نه لیدل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۶
Background image

...

د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته کابل طبي علومو پوهنتون اړوند مالي او حسابي امريت د مالي او ادراي معاونيت تر لارښوونې لاندې څو عايداتي منبعې زياتې کړې چې پايله يې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۴
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 2.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د تالارونو د ترميم پروژه چې د پوهنتون درې (ابو علي ابن سينای بخلي، د علمي کنفرانسونو او د علمي او رهبري شوراګانو د جلساتو). . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۵۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي او بطني آنکولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳۵ کلن ناروغ د کيڼ ادرنال (Left Adrenalectomy) غدې تومور لرې کولو جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ.   

د دغه ډيپارټمنټ غړی پوهنیار ډاکټر احمد عمر امیري وایي چې ناروغ له دوه کلونو را هیسې د کيڼ اړخ درد، د زړه ټوپ وهلو، زیات خولې کېدلو او سردرد څخه شکایت درلود. له بشپړ معایناتو او لازمو. . .

BACK TO NEWS