د لوړو زده کړو وزارت په رسمي بلنه د جدي څارنې (ICU) او انستیزي متخصص دوکتور وقاص خالق له انګلستان څخه کابل ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه، د روغتیايي موسسو چارو معاونیت او د طبي زده کړو پراختیا ریاست په همغږۍ د ټرېني ډاکټرانو، ډاکټرانو او تدریسي روغتونونو د جدي څارنې او عاجلې څانګې نرسانو تدریس او تخصصي روزنه بلل شوې ده .
همدا رنګه ټاکل شوې ده چې د ډاکتر وقاص خالق همکارۍ به د کابل طبي علومو پوهنتون له اړوندو تدریسي ورغتونونو سره دوام ولري.