نن چهار شنبه د روان کال زمري میاشتې پر ۲۹ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل په مشرۍ د شورا غړیو په حضور د دغه پوهنتون د علمي شورا ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د آجنډا اړوند مهمو موضوعاتو لکه د علمي کادر د تقرر، ترفېع او یو لړ نورو اکاډمیکو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې چې د شورا غړیو له لوري د پېشنهادونو او نظرونو له وړاندې کېدو وروسته لازمې پرېکړې وشوې.