د دیني درسونو غوره کارمندانو ستاینه وشوه

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۴
د دیني درسونو غوره کارمندانو ستاینه وشوه

د دعوت او ارشاد آمریت دیني درسونو په آزموینه کې د کابل طبي علومو پوهنتون اداري کارمندانو د ستاینې په مناسبت محفل د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکر الله وحدت په ګډون تر سره شو او د اداري او خدماتي کارمندانو چې لومړی، دویم او درېیم مقام یې تر لاسه کړی و د جایزو په ورکولویې ستاینه وشوه. 
 
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د دیني احکامو او الهي لارښوونو وړاندې کولو په برخه کې د دعوت او ارشاد مسوولینو له هڅو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل پر هر مسلمان لازمه ده چې د الهي احکامو او ارشاداتو په اړه پوهه ولري او د خپلو عملونو، عقایدو او اخلاقو د اصلاح په خاطر د دیني علومو زده کړه د هر مسلمان اړتیا ده.

همدا راز د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم د دیني علومو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د دیني علومو زده کړه د مسلمانانو د آخرت اړتیا ده. 

د یادولو وړ ده چې د دعوت او ارشاد آمریت د پوهنتون کارمندانو لپاره دوامدار اصلاحي بیانونه او دیني احکام تدریس کوي چې کارمندان ترې ډېره خوښي څرګندوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۵۰
Background image

.

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون کې د The House of Fragrance خیریه بنسټ په مالي ملاتړ له  ۱۷ میلیونه زیاتو افغانیو په ارزښت د ناروغانو لپاره دوه انتظار خونې او یو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر له لوري په علي آباد تدریسي روغتون کې د یوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دغې ودانۍ ډبره په درې پوړونو کې د علي آباد تدریسي روغتون په انګړ کې د The House of Fragranceخیریه بنسټ له لوري د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۴
Background image

د دیني درسونو غوره کارمندانو ستاینه وشوه

د دعوت او ارشاد آمریت دیني درسونو په آزموینه کې د کابل طبي علومو پوهنتون اداري کارمندانو د ستاینې په مناسبت محفل د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکر الله وحدت په ګډون تر. . .

BACK TO NEWS