د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ، د پوهنځیو او روغتونونو د رئیسانو او دغه کمېټې غړیو په حضور د پوهنتون د ستراتیژیک پلان کمېټې غونډه ترسره شوه.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۴۲
د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ، د پوهنځیو او روغتونونو د رئیسانو او دغه کمېټې غړیو په حضور د پوهنتون د ستراتیژیک پلان کمېټې غونډه ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د آجنډا مطابق یو لړ موضوعاتو په اړه چې له اړوندو برخو څخه د ستراتیژیک پلان د تطبیق کلني نظارت راپور لېږل، د پوهنتون پنځه کلن ستراتيژیک پلان نوې مسودې څرنګوالی، د نیازسنجۍ فورمونو تهیه او اړوندو مراجعو ته  لېږل او یو شمېر نور مهم اداري او د پلان جوړونې موضوعات پکې شامل وو، بحث او د نظرونو تبادله وشوه. 

د ناستې په دوام د کمېټې غړیو د ستراتيژیک پلان د تطبیق بهیر د ښه والي  او پوهنتون د راتلونکو پروګرامونو د تنظیم او اغېزمنتیا په اړه خپل لیدلوری او پېشنهادونه شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس دغه روغتون په تېره یوه میاشت کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله ۱ میلیون، ۸۵۰ زره، ۲۵۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس دغه روغتون په تېره یوه میاشت کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله ۱ میلیون، ۸۵۰ زره، ۲۵۰. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د ډاکټرانو له لوري د بدخشان ولایت اوسېدونکي یو ۵۰ کلن ناروغ د چپې سترګې کُرې او بشپړ سرطان (Left Eye Enucleation) جراحي عملیات بریالی ترسره شو. 

د سترګو ناروغیو متخصص ډاکټر جاوید رحیمي وایي چې ناروغ له دوه میاشتو راهیسې د چپې سترګو د لید کموالي، شدید درد او  چپې سترګې سوروالي له امله دغه روغتون ته مراجعه کړې وه. د MRI او تشخیصیه. . .

BACK TO NEWS