د کابل طبي علومو پوهنتون د روغتیایي تکمیلي علومو پوهنځي د طبي انجنیرۍ ټکنالوجۍ ډیپارټمنټ فارغان، د خپلو لاستهراوړنو او نوښتونو په دوام کې، د ماورای بنفش وړانګو (UV Light Sterilizer Machine) په وسیله د میکروب وژنې یو ماشین په طراحي او جوړولو بریالي شوي دي
د کابل طبي علومو پوهنتون د روغتیایي تکمیلي علومو پوهنځي د طبي انجنیرۍ ټکنالوجۍ ډیپارټمنټ فارغان، د خپلو لاستهراوړنو او نوښتونو په دوام کې، د ماورای بنفش وړانګو (UV Light Sterilizer Machine) په وسیله د میکروب وژنې یو ماشین په طراحي او جوړولو بریالي شوي دي. دغه ماشین د ماورای بنفش (UV-C) وړانګو په کارولو سره، کولی شي طبي وسایل، لابراتواري او عمومي تجهیزات له کیمیاوي موادو پرته په ډېر لږ وخت کې په مؤثره توګه له میکروبونو پاک او ضد عفوني کړي.
د دې ماشین له جوړولو موخه، د انتاني ناروغیو د لېږد خطر کمول، په وخت او لګښت کې سپما او په روغتیایي سکتور کې د داخلي ټیکنالوجۍ کارولو ته وده ورکول دي.
د دې ډیپارټمنټ د فارغانو په وینا، یاد ماشین له تخنیکي او جوړښتي پلوه له نړیوالو بېلګو سره د پرتلې وړ دی او په روغتونونو، لابراتوارونو او روغتیایي کلینیکونو کې د کار وړتیا لري.
