د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیکي جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳ کلن ماشوم د لاس وژې (پی) بیا تړلو جراحي بریالی عملیات ترسره کړ.
د دغه ډيپارټمنټ غړي ډاکټر فهیم فهام په وینا؛ ناروغ د ښي لاس ګوتو حرکت او را ټولو په ځانګړي ډول د څلورمې ګوتې راټولو کمزوتیا له ماله روغتون ته راوړل شوی و. د فزیکي او تشخیصیه معایناتو وروسته یې د شيشې په وسیله د څلورمې ګوتې وژې (پی) پرې کېدل تایید او د وژې بیا ځل انتقال او تړلو جراحي عملیات یې بریالی ترسره شو چې د ناروغ وضعین په بشپړ ډول ښه دی.
د یادولو وړ ده چې وژه (پی) یو کلک نسج دی چې د تارونو په څېر جوړښت لري او عضلې له هډوکو سره نښلوي او د مفصل حرکت شونی کوي. که چېرې د لاس او پښو تندون (وژې) پرې شي، د لاس ګوتو یا پښو حرکت او توازن له منځه ځي چې له امله یې د لاس یا پښې طبیعي کړنې له خنډ سره مخ کېږي.
