د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته د نژدې ۵ زره ډالرو په ارزښت ۸ کمپیوټرونه او د ۳۷ زره افغانیو په ارزښت يو لوی سامسونګ سکرین ورکړل شو.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۹:۳۳
هشت پایه کمپیوتر به ارزش حدود پنج هزار دالر و یک پایه سکرین بزرگ به ارزش ۳۷ هزار افغانی به شفاخانه تدریسی علی آباد پوهنتون علوم طبی کابل تسلیم داده شد.

د علي آباد تدریسي روغتون د مسؤلینو په وینا، دا کمپیوټرونه به د دغه روغتون په کمپیوټر لب کې ځای پر ځای  شي څو روغتیايي کارکوونکي وکولی شي په آنلاین ډول د الټراساؤنډ درسونه زده کړي.

د یادونې وړ ده چې دا ۸ کمپیوټرونه او یو سکرین "د افغانستان بیارغونې لپاره د ځوانانو" ټولنې لخوا ورکړل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د یو ۱۶ کلن ناروغ د سر او غاړې د شاتنۍ برخې شاوخوا درې کیلو ګرامه  وزن لرونکې کتلې د لرې کولو بریالی جراحي عملیات ترسره شو. 

د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټر رحمت الله صلاح نورزی وايي چې ناروغ د هلمند ولایت اوسېدونکی و چې له تېرو لس کلونو راهیسې یې د سر او غاړې په شاتنۍ برخه کې له یوې ډېرې لویې کتلې څخه ځورېده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

BACK TO NEWS